افغانستانگزارش ها

چارواکي: د قزاقستان هيواد نه مرسته شوي، بشردوستانه مرستې، بلخ ولايت ته راورسېدلي.

له قزاقستان هېواد څخه د لومړنیو خوراکي توکو لسګونه واګونه بشردوستانه مرستې رسما د بلخ ولایت سیمییزو چارواکو ته وسپارل شوې.

توانا خبري اژانس د وري 23، د بلخ ولایت مرستیال مولوي نورالهادي ابو ادریس هم د قزاقستان هېواد له خلکو او ولسمشر نه مننه وکړه. ښاغلي ابوادریس زیاته کړه، چې زموږ هېواد جګړې ځپلی؛ نو ځکه یې خلک ډېرو مرستو ته اړتیا لري او ډاډ یې ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت، له خپلو ګاونډیو او تولې نړۍ سره ښه روابط غواړي او له نورو هېوادونو یې هم غوښتنه وکړه چې زموږ له ولس سره مرستې وکړي.

په افغانستان کې د قزاقستان هېواد سفیر، حلیم خان یسن ګلدییوف په خپلو خبرو کې ویې ویل چې د قزاقستان هېواد هر کال له افغان ولس سره د خپلو مرستو تخصیص اعلانوي او دا مرستې به دوام لري.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس دکتور نجیب الله توانا هم خبرې وکړې او له قزاقستان هېواد څخه د اوسنیو مرستو خوراکي توکو او پخواد د دوا او درملو په برخه کې له مرستو مننه وکړه، او د صحت په برخه کې یې له یاد هېواد سره د روغتونونو د کیفیت د ښه والي په برخه کې د اړیکو غوښتنه وکړه.

د قزاقستان هېواد د مرستو دغه بسته کابو ۸۱ واګونه دي، چې فعلا ۳۵ واګونه د حیرتان بندر له لارې هېواد ته را رسېدلې او ۴۶ واګونه به سبا ته راورسېږي.

د یادولو وړ ده لدي نه مخکې هم قزاقستان هيواد دوا او درملو په برخه کې مرسته کړې وه.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button