افغانستانگزارش ها

د اسلامي امارت چارواکي وایي په کابل او ولایتونو کې راغونډو شوو ۸۵ زره په نشه یي توکو د روږدو کسانو د حرفوي زده کړو کورسونه په لاره اچولې.

(توانا خبري اژانس د غوايي، 6، 1402) روغتیاپالان، چې ددغو روږدو کسانو درملنه کوي وایي دا ځل له درملنې ور ها خوا له رواني پلوه روزل کیږي او له یوه نوي ذهنیت سره ټولنې ته وړاندې کېږي.چارواکي وایي دې کسانو ته په مرکز او ولایتونو کې د بېلابېلو مسلکونو د زدکړي پروګرامونه هم پیلېږي، چې تر دغه زدکړو وروسته به د دندو موندلو کې هم ورسره مرسته وکړي.د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وایي ددغو روږدو کسانو د درملنې او روزنې لپاره یې د ۷۵ میلیون افغانیو په لګښت یو مرکز جوړ کړی. ددغې ادارې مشر ملا عبدالحق همکار وایي یاد مرکز کې د روږدو کسانو د رغاونې لپاره داسې پروګرام پیل کړی، چې دده په وينا بیا ځلې به نشه یې توکو ته مخ نه کړي.نوموړی همداراز وایي اوس مهال د کابل ۱۰۰۰ بستریز روغتیایي او آغوش حمایوي مرکز کې د شاوخوا ۷۰۰۰ روږدو کسانو درملنه او پالنه کېږي.د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نشرانو د مشر محمد یونس صدیقي په وینا روږدو کسانو ته یې د حرفوي زدکړو څلور میاشتني پروګرام راپیل کړی دی.ښاغلی صدیقي وایي معتادینو ته د حرفوی زدکړو پروګرام د هېواد په کچه د حرفوي زدکړو په ۴۵ مرکزونو کې روان دی.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button