افغانستانگزارش ها

یونېسف: افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک مرستو ته اړتیا لري؛

(توانا خبري اژانس د غوايي 7، 1402) د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق یونېسف وايي، په افغانستان کې څه باندې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.‌دغي مرستندویه ادارې په خپل یوه تازه ټویټ کې ویلي “په افغانستان کې روان کال څه باندې ۲۸ میلیونه خلک بشري او د ژوند ژغورلو مرستو ته اړتیا لري.”د روانې اوونۍ پیل کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق دا هم ویلي و، په افغانستان کې لسګونه زره ماشومانو ته هېڅ ډول واکسین نه دی شوی. ماشومانو ملاتړ صندوق یا یونېسف پر خپل ټوټیر لیکلي و، “په افغانستان کې د ۲۰۲۲ کال اداري معلومات ښيي چې دغلته لږ تر لږه ۱۱۷ زره ماشومانو ته هېڅ واکسین نه دی شوی.”

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button