افغانستانگزارش ها

د اسراییلو جنایت او دملګرو ملتون مسوولیت

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش خبرداری ورکړی چې موږ منځني ختیځ کې د ګړنګ پر غاړه ولاړ یو او غزې ته دبشري مرستو د لیږد اجازه اړینه ده .دملګرو ملتونو په تازه اعلامیه کې له حماس ډلې څخه غوښتي چې پر اسرائیل د تېرې اوونۍ برید پر مهال یرغمل کړي کسان له قید او شرط پرته خوشې کړي او پر اسرائیل یې غږ کړی چې هر څه ژر او له خنډ پرته اجازه ورکړي چې بشري مرستې غزې ته ورسېږي.ښاغلي ګوتېرېش ویلي چې “په غزه کې اوبه، برېښنا او نور اړین توکي په خلاصېدو دي.”په اعلامیه کې راغلي چې “ملګري ملتونه د اوبو، خوړو، غیر خوراکي توکو، روغتیايي تجهیزاتو او تېلو زېرمې لري… او دغه توکي هره ګړۍ غزې ته استول کېدای شيدا چې ملګري ملتونه له اسراییلو غواړي چې غزې ته دبشري مرستو د لیږد اجازه ورکړي ، انساني حقونو ته د درناوۍ یوه بیلګه ده خو دغزې ناورین په تړاو دملګرو ملتونو دندې او مکلفیتونه ، په داسئ بیانونو او خبر تیاوو باندی نه تر سره کیږي .اسراییل یوازی او یوازی د بشري مرستو د لیږد مخه یې نه ده نیولې بلکې په ډول ډول جنګي جنایتونو باندی لاس پوری کړی دي .پر بې دفاع او ملکي خلکو باندی بمبارۍ او دښځو او ماشومانو وژل ، د ممنوعه وسلو استعمال او ګڼ نور جنګي جنایتونه هم دا اوس دغزې په تړانګه کې د اسراییلو له خوا جریان لري .په ټوله دنیا کې د جنګي قواعدو او په جګړه کې د غیر پوځیانو د خوندیتوب او ساتنې په اړه نړیوال اصول موجود دي چې دبشري حقوقو پر بنا ولاړ دي . دغه منل شوي اصول د وسله والو شخړو د قربانیانو ملاتړ، د ټپیانو، ناروغانو، ښځو، ماشومانو، (ملکي وګړو) حالت ته درناوي او د جګړې د وسایلو او طریقو محدودیت دی. دبشر پالنې ققانون اوږد تاریخ لري او د هغې نښې دتاریخ په ډیرو پړاوونو کې موندل کیدی شي.ملګري ملتونه د بشري حقونو د خوندیتوب او ساتنې لپاره دقهریې قوې په ګډون ، نور وسایل او امکانات هم په واک کې لري .ملګري ملتونه د بندیزونو ، سیاسي فشارونو او پوځي مداخلې وسایل او قانوني جواز هم لري چې دا مسله د ملګرو ملتونو په منشور کې واضحه شوې ده .دملګرو ملتونو دمنشور په ۴۱ او ۴۲ مادو کې د دی سازمان دامنیت شورا په صلاحیتونو کې راغلي دي چې :٤١مه ماده: امنيت شورا کولى شي داسی تدبيرونه چې د وسله والو ځواکونو کارول په کې شامل نه وي، تر لاس لاندی ونیسي ، په دغو اقداماتو کې هر ډول بندیزونه شامل دي. که اقتصادي اړیکو په برخه وي او د ریل پټلۍ – سمندر – هوا – پوسټ ټیلګراف – راډیو مخابرات او د ارتباطاتو نورو وسیلو کې برخه واخلئ او سیاسي اړیکې پرې کړئ.۴۲مه ماده: که د امنیت شورا پریکړه وکړي چې په ۴۱ ماده کې ورکړل شوي اقدامات به کافي نه وي او یا دا ثابته شي چې کافي نه دي، کولای شي د د نړیوالې سولې او امنیت د ټینګښت او ساتلو لپاره د ځمکې ، فضا او سمندرونو له لارې هر ډول اقدام وکړي. یا ځمکني ځواکونه .. په دې عمل کې کیدای شي مظاهرې، بندیزونه او د ملګرو ملتونو د هوايي او سمندري یا ځمکنیو ځواکونو نور عملیات شامل وي.په غزه کې د اسراییلو جنګی جنایتونه او ناتارې بمبارۍ ، نه یوازی دسیمې بلکې دټولې نړۍ سوله ، ثبات او امنیت له لویو ګواښونو سره مخ کوي ځکه خو دملګرو ملتونو سرمنشي باید د امنیت شورا بیړنۍ غونډه را وبولي او پر ټولو هغو لارو چارو بحث او تصمیم ونیسي چې د ملګرو ملتونو په منشور کې راغلي دي که نه ملګري ملتونه به هم د روان ناورین او بشري جنیات یو شریکوال وي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button