افغانستانگزارش ها

دیوې سبینې خبرې سبيناوی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله م.جاهد له بهرنیو په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو غوښتي چې د خپلو هغو وګړو مخه ونیسي، چې د ورانکارو پېښو لپاره افغانستان ته دننه کېدو هڅه کوي.ښاغلي مجاهد څرګنده کړه چې افغانستان کې څو وروستۍ امنیتي پېښې د بهرنیو اتباع لخوا شوې دي.د ناامنیو دا پېښې ایجابوي، چې حکومتونه خپل مسولیتونه وپېژني.داسلامي ام.ارت ویاند ذبیح الله م.جاهد دخپل شخصیت او درنښت پر بنسټ دکوم ځانګړي هیواد نوم یې وانخیست خو د ده خبرې د روسیې هیواد د دفاع وزیر د هغو څرګندونو په غبر ګون کې دي چې ګواکی داعش ډله په افغانستان کې د ځالو جوړولو په لټه کې ده تر څو دسیمې هیوادونو ته ګواښونه پیښ کړي .اسلامي ام.ارت ، واک ته تر رسیدو رادیخوا هڅه کړې او کوي يې چې کوم هیواد دافغانستان په چارو کې په لاسوهنې تورن نکړي بلکې په رغنده وړاندیزونو ، د منفي پدیدو د ودې او پراختیا مخه ونیسي خو کله کله حالات داسی وي چې په ځینو چارو کې تر یوه بریده سپیناوي ته اړتیا وي تر څو د خلکو ذهنیتونه روښانه او حقایق بربنډ شي .لکه چې یادونه وشوه مجاهد صاحب داسی یو شخص دی چې په ډیرو حساسو وختونو کې هم له خورا احتیاط او تسامع نه کار اخلي او نه غواړي د هیوادونو تر منځ اړیکې زیامنې شي او له بله پلوه د یو ستر ویاند په توګه ټول سیاسي او دپلوماتیک نزاکتونه په نظر کې نیسي ، ځکه خو خپله نهایی هڅه کوي چې په ډیر احتیاط خبرې وکړي .مګر ځینې حقایق دلمر په څیر روښانه او څرګند دي . که مجاهد صاحب وایی او که له نیک نیته یې نه څرګندوي ، واقعیت دا دی چې داعشي خوارج او ورانکاري دافغانستان د ځینو ګاونډیو هیوادونو له خاورې ، افغانستان ته را اوړي او دا هغه هیوادونه دي چې له نورو نه وړاندې له افغانستان نه د امنیتي ګوښوو او اندیښنو خبرې کوي.وروستي څیړنې ښیی چې په امنیتي اړخ کې داسلامي امارت د کمزوري ښودلو په نیت ، له یوې خوا د ترهګرو ډلو او داعش د موجودیت او احتمالي فعالیتونو اندیښنې څرګندوي او له بله اړخه خلک روزي او د ورانکارۍ لپاره افغانستان ته را لیږي.تر هغې وروسته چې نړۍ په افغانستان کې دامنیټ د ټینګښت او د داعش ډلې دځپلو په برخه کې داسلامي ام.ارت د فعالیتونو او اقداماتو ستاینه وکړه ، ځینې مغرض هیوادونه وار خطا شول . دوی داسې منسوبه جوړه کړه چې هم د روسیې او چین غوندې لوی لوی هیوادونه په تشویش که واچوي تر څو افغانستان سره د اقتصادي او دپلوماتیکو اړیکو له ټینګولو ډه ډه وکړي او هم دافغانستان کورنی وضعیت کړکیچن وښیی.حال دا چې واقعیتونه د لمر په څیر روښانه دي . په تیرو دوو کلونو کې افغانستان د داسی مثالي امنیت خاوند دی چې د شاهي رژیم نه وروسته په تیرو ۵۰ کلونو کې نه وو ټینګ شوی.دجمهوریت تر نامه لاندې چې د خلکو د مالونو او جایداونو کوم چور روان وو ، ټوله دنیا پرې خبره ده . دچا سر او مال خوندی نه وو خلک له کابل نه بهر حتی خپل ولایت او کلي ته هم سفر نه شوای کولای . خو نن په فض د خدای هر څوکی د افغانستان ګوټ ګوټ ته ځي او په ارامه سفر ونه کوي .د داعش په نامه چې کومه ډله په افغانستان کې د جمهوریت پرمهال فعالیت کاوه او په شمالي ، ختیځو او لویدیځو سیمو کې لویې لویې ادې درلودې ، اوس یوه لویشت خاوره هم تر کنترول لاندی نلري .دنیا ته دا ثابته ده چې دافغانستان له خاورې به تیرو دوو کلونو کې هیڅ ډول ګوښ نور و هیوادونو ته نه دی متوجه او نه هم داسی بیګې شته چې په افغانستان کې د ورانکارو ډول شتون ثابت کړي .په ځیو سیمو کې چې یو څو وړې وړې بیښې رامنځته شوی دي ، حتې په ډیرو لویو هیوادونو کې د رامنځته شویو پیښو په پرتله ډیرې وړې پیښې دي خو یادې پیښې هم د هغو هیوادونو له خاورې نه په استفادې ، رامنځته شوي دي چې افغانستان او روسیې ته نږدې او حتی دشریکو پولو خاوند هیوادونه دي . دافغانستان امنیتي ځواکونو هر وخت د ورانکارو په مقابل کې تند چلند کړي او دمرکزونو او ځالو جوړولو موقع یې نه ده ورکړي .روسیې غوندې هیوادونه باید واقعیتونو ته په رڼو سترګو وګوري او دبی ځایو اندیښنو پر ځای دی له اسلامي ام.ارت سره په نږدی تفاهم او همغږۍ ، دهغو هیوادونو مخه ونیسي چې غواړي ورانکارې ډلې افغانستان ته دتخریبي اعمالو لپاره را ولیږي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button