افغانستانگزارش ها

اوچا: افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي کورنيو شمير 60 سلنې ته لوړ شوى.

د ملګرو ملتونو د د بشري چارو همغږي کوونکي ادارې (اوچا) ويلي چې په تير کال کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي کورنيو شمير 60 سلنې ته لوړ شوي.توانا خبري اژانس د ثور 26، اوچا په خپل يو ټويټ کي ليکلي دي چې، په 2021 ز کال کې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ کورنیو شمير 48 سلنه وو چې دغه شميره په تير 2022 ز کال کې 60 سلنې ته لوړه شوې ده.يادي اداري زياته کړې چې، اقليمي بدلونونو د څښاک اوبو ته د لاسرسي کچه کمه کړي، او په سږني 2023 کال کې ددې ناورين د حل لپاره 479,4 ميليارده ډالرو ته اړتیا ده.د يادونې وړ ده چې اوچا دفتر دغه راپورونه پداسې حال کې خپروي چې، په وروستيو څو کلونو کې افغانستان له سختې وچکالي سره مخ ده او اقليمي بدلونونه د اوبو د سرچينو د له منځه تلو لامل ګرځيدلي.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button