افغانستانگزارش ها

ملا منصور: بهر کې ميشت افغان سوداګر دي د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.

د افغانستان د اوبو او برېښنا سرپرست ملا عبدالطیف منصور، په متحده عربى اماراتو کې له ميشتو افغان متشبثینو سره په ليدنه کې، له هغوي غوښتي دي چې د برېښنا په برخه کې پانګونه وکړي.توانا خبري اژانس د جوزا 21، هغه خبرپاڼه چې د باختر خبري اژانس لخوا خپره شوې راغلي چې، پدې ليدنه کې په عربي متحده اماراتو کې د انرژۍ سلاکار انجنیر حميد الله صديقى، په امریکا کې د اسلامي تعليماتو استاد ډاکټر محمد داؤد نسيمي او يوشمير نورو متشبثینو ګډون کړى و.همداراز پدي خبرپاڼه کې راغلي چې، د اوبو او برېښنا سرپرست پدې کتنه کې له يادو متشبثینو سره په هېواد کې د ګډو همکاریو په اړه خبرې وکړي.له بلخوا يو شمېر ملي سوداګرو هم د په هيواد کې د انرژۍ پراختیا لپاره ليوالتيا څرګنده کړه او هيواد ته يي د خدمت کولو لپاره چمتوالى وښود.د يادونې وړ ده چې د هيواد د اوبو او برېښنا سرپرست، يادو سوداګرو ته د وزارت لخوا د هرډول مرستو ډاډ ورکړ او له هغوي يي وغوښتل ترڅو خپلي طرحي دي د وزارت له تخنیکي ټيم سره شريکې کړي.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button