افغانستانگزارش ها

مولوي عبدالکبير: نړیواله ټولنه دې خپلې “نیمګړې پروژې افغانستان کې بشپړې کړې

د ا. ا. ا چارسمبالي لومړي وزير مولوي عبدالکبير د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوټونبايوا سره په کتنه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې نېمګړې پروژې بشپړې کړي.

توانا خبري اژانس د جوزا 21، د اسلامي امارت د لومړي وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عبدالکبير “له افغانانو سره د ملګرو ملتونو د همکاريو دوام یو ښه او مثبت ټکی” بللی او د لا زياتېدو غوښتنه يې کړې ده.

د خبر پاڼې له مخې ښاغلي عبدالکبير ټينګار کړی چې “نړيوال بانک او نړيواله ټولنه بايد نيمه پاتې پروژې بشپړې کړي او نړيوال بنسټونه بايد د نړيوال بانک په څېر خپل دفترونه او فعاليتونه بيا پيل کړي.”

په خبرپاڼه کې همدا راز د مولوي عبدالکبير له خولې راغلي، نړيواله ټولنه بايد له تور لست څخه د دوی د چارواکو نومونو په ايستلو کې پر “خپلو ژمنو عمل وکړي” او د خبرو له لارې يې د ستونزو او اندېښنو پر حل ټينګار کړی دی.

د يادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له واکمنيدو وروسته يوشمير پروژو کارونه چي مالي لګښت يي د نړيوالې ټولنې پرغاړه وو په ټپه دريدلي، خو پدې ورستیو کې د يوشمير لويو پروژو لکه د قوشتيپي کانال چاري بيرته پيل شوي دي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button