افغانستانگزارش ها

د جون 12 مه د ماشومانو دکار کولو مخنیوى نړیواله ورځ؛ افغانستان او پاکستان کې میلیونونه ماشومان کار کوي.

د جون ۱۲مه، د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونه سازمان دغه ورځ “ټولنیز عدالت د ټولو لپاره؛ د ماشومانو کار پای ته ورسوئ” له شعار سره لمانځي.خو افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دم ګړۍ پکې ميليونونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي. توانا خبري اژانس د جوزا 22، د افغانستان اسلامي امارت که څه هم کره شمېر نه لري، خو وايي چې، په دغه هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر تر یو ميليونه نه رسېږي.د ا. ا. ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي،‌ د کارګرو ماشومانو لپاره د زدکړو زمینې برابرولو هڅې روانې دي خو په افغانستان چې کورنۍ له کمسارې بې وزلۍ او د روزګار له نشتوالي سره مخ دي، له همدې امله د ماشومانو کار د ځینو لپاره د ډوډۍ موندلو یوازینۍ سرچینه ده.له بلخوا ملګري ملتونه وايي، په تېرو څو کلونو کې د کورونا وبا، جګړو او کړکېچونو له امله د کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالى راغلى چې دمګړۍ د نړۍ له هرو لسو ماشومانو یو یې کار کوي.دغه سازمان ویلي، د ماشومانو د کار د مخنیوي له دوه لسیزو هڅو سره سره، دمګړۍ په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان کار کوي چې د افریقا لویه وچه لومړی مقام او د آسيا وچه په دويم ځاى کې ده. د يادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان له هغو هيوادونو دي چې د ماشومانو په شاقه کارونو باندي اخته کيدو له لوى ناورين سره مخ دي، چې د ملګرو ملتونو او ډيرى سازمانو په کوښښونو سره سره دغه ستونزه لا هم په خپل ځاى پرته ده، او ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو ده. سهراب خان دولت زىتوانا خبري اژانس د جون ۱۲مه، د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ ده. د ملګرو ملتونه سازمان دغه ورځ “ټولنیز عدالت د ټولو لپاره؛ د ماشومانو کار پای ته ورسوئ” له شعار سره لمانځي.خو افغانستان او پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دي چې دم ګړۍ پکې ميليونونه ماشومان په سختو کارونو بوخت دي. توانا خبري اژانس د جوزا 22، د افغانستان اسلامي امارت که څه هم کره شمېر نه لري، خو وايي چې، په دغه هېواد کې د کارګرو ماشومانو شمېر تر یو ميليونه نه رسېږي.د ا. ا. ا د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي،‌ د کارګرو ماشومانو لپاره د زدکړو زمینې برابرولو هڅې روانې دي خو په افغانستان چې کورنۍ له کمسارې بې وزلۍ او د روزګار له نشتوالي سره مخ دي، له همدې امله د ماشومانو کار د ځینو لپاره د ډوډۍ موندلو یوازینۍ سرچینه ده.له بلخوا ملګري ملتونه وايي، په تېرو څو کلونو کې د کورونا وبا، جګړو او کړکېچونو له امله د کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالى راغلى چې دمګړۍ د نړۍ له هرو لسو ماشومانو یو یې کار کوي.دغه سازمان ویلي، د ماشومانو د کار د مخنیوي له دوه لسیزو هڅو سره سره، دمګړۍ په نړۍ کې ۱۶۰ میلیونه ماشومان کار کوي چې د افریقا لویه وچه لومړی مقام او د آسيا وچه په دويم ځاى کې ده. د يادونې وړ ده چې افغانستان او پاکستان له هغو هيوادونو دي چې د ماشومانو په شاقه کارونو باندي اخته کيدو له لوى ناورين سره مخ دي، چې د ملګرو ملتونو او ډيرى سازمانو په کوښښونو سره سره دغه ستونزه لا هم په خپل ځاى پرته ده، او ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو ده.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button