افغانستانگزارش ها

دملي اقتصاد دپیاوړي کیدو یو بل ګام

دافغانستان حکومت د مالیې وزارت وایي، د ۵۰ غیر فعاله شویو دولتي شرکتونو له ډلې ، ۱۲ شرکتونه یې بیرته فعاله کړي او دنورو شرکتونو د فعالولو هڅې هم روانې دي.
یاد شرکتونه تر ډیره بریده په خپلو پخوانیو ماشینرۍ او امکاناتو باندې بیرته فعاله شوي دي .
دتولید ، پروسس ، سوداګرۍ اوکرنیزو محصولاتو د پیاوړي کولو بهیر ، په هر هیواد کې د ملي اقتصاد د پیاوړتیا او ځآن بسیاینې پر لور د ګام اخیستلو ستنې جوړوي.
کورني توالیدات له یوې خوا د صادراتو ډیروالی له بلې خواد د کار موندنې او ورسره د توکو د بیعو د راټیټیدو زیری له ځان سره لري چې دری واړه یې د خلکو دسرانه عایداتو او ملي اقتصاد د پیاوړتیا پیغام لري.
په افغانستان کې ځینې فابریکې او شرکتونه د شاهی او داوود خان د جمهوریت پر مهال د حکومتونو له خوا جوړ شول خو د په تیرو شلو کلونو کې یوازی د خصوٍصی سکتور له خوا یو شمیر شرکتونه او فابریکې د خلکو او پانګوالو له خوا رامنځته شوې . له بده مرغه چې د پردیو په فرمان باندی روان حکومت ورته یوه جامع حمایتي پالیسي نه لرله ځکه زمونږ خصوصي فابریکې هم له ګڼو ستونزو سره مخامخې وې او ځینې یې د ډیرو مشکلاتو او حکومت د نه پاملریې له امله له کاره ولویدې.
تیر حکومت نه یوازې د تولیدي فابریکو او شرکتونو د ودې او ملاتړ لپاره کومه عملي کړنلاره نه درلوده بلکې په لوی لاس داسی شرایط وضع کول چې کورنۍ فابریکې پخپله بیرته له کاره ولویږي.
د جوازونو په بهیر کې له رشوت او سرګردانولو څخه نیولی تر برښنا او ځمکې مشلاتو پورې ، د تولیدي فابریکو خاوندان مجبورل چې په دی سکتور کې پانګونه ونه کړي.
حتی دولتی لوی لوی شرکتونه هم له کاره ولویدل .
خو له نیکه مرغه اسلامي امارت سره له دی چې د نړۍ په کچه له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی ، تولیدي فابریکو او نورو کورنیو شرکتونو ته ډیره خاصه پاملرنه کوي او د امکان تر بریده ورته اسانتیاووې برابروي .
څه موده وړاندې د تولیدي شرکتونو مالیې تر پنځوسو سلنو پورې راکمې کړې .
اوس د دولتي غیر فعالو شرکتونو او فابریکو دبیا فعالولو لړۍ یې پیل کړې ده .
په هغو ۱۲ شرکتونو کې چې بیرته فعاله شوي دي ، یویې د سپین زر شرکت دی . سپین زر شرکت په شاهي دوره کې جوړ شوی وو او دافغانستان په کچه یو نامتو شرکت وو خو له ډیرو کلونو رایسی غیر فعاله شوی وو . اوس دغه شرکت بیرته فعاله شوی او ځینې نوې ماشینري یې هم فعاله کړې ده .
یاد شرکت د ۳۰۰۰ کسانو په شا او خوا کې په کار ګومارلي دي چې دکار موندنې یو لوی رقم دی .
دسپین زر شرکت تولیدات او پروسس ډیر اهیمت لري . د مالوچو صنعت بیرته په شمالئي ولایتونو کې وده کوي او د داخلي غوړیو تولید او پروسس د هیواد په کچه پیاوړی کیږي.
افغانستان ډیرې مهمې تولیدې فابریکې او شرکتونه لري چې فعالول یې زمونږ د کورنیو اړیاوو د پوره کولو ، کار موندنې او نرخونو د کنترول لپاره ډیر اغیزمن دي.
د کابل د نساجیو فابریکه ، د کندهار د وړیو فابریکه د ګلبهار د ټوکرانو فابریکه او په لس هاوو داسې نورې فابریکې لرو چې هم د کارموندنې په برخه کې ډیرې پراخې زمینې برابرولای شي او هم له داخلي تولیداتو ، زمونږ د ولس د اړتیاوو پوره کیدو زمینې برابروي .
اوس چې دافغانستان ا.ا. د فابریکو او شرکتونو د بیرته فعالولو بهیر یې پیل کړی دي ، خصوصي سکتور باید له حکومت سره پوره پوره ملګرتیا وکړي او ملي پانګول هم دننه افغانستان کې د پانګونې پروسه چټکه او لا پیاوړې کړي تر څو د بهرنیو له احتیاجه خلاص او خپل اقتصادي تصمیمونه یوازی او یوازی د خپل هیواد او خلکو په ګټه ، په مستقلانه توګه ونیسو.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button