افغانستانگزارش ها

بشريِ مرستي او سیاسِي شرطونه ګرم څو ک دی؟

د خوړو نړیوال سازمان (دبلیو _ ایف _پی) وایی د نړیوالو موسسو او هیوادونو له خوا دمرستې کمیدو له امله مجبوره شوی تر څو ملیونونه اړمن افغانانان د مرستو له لیسته وباسي.
د یاد سازمان د تازه ریپوټ پر بنسټ دوی د بودجې د کمښټ له امله ۸ ملیونه افغانان دمرستو له لیسته بهر کوي .
دراتلونکی ژمي لپاره د (دبلیو ـ ایف ـ پی ) سازمان له نړیوالو ټولنو او هیوادونو څخه د یو ملیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده .
دنړیوالو مرستندویو بنسټونو له خوا په افغانستان کې د اړو کسانو د معلوملو لپاره بیلا بیلې سروې ګانې شوي دي خو معتبرې سروې ګانې ښيی چې شا او خوا ۲۰ ملیونه وګړي ، بشري مرستو ته اړتیا لري .
دبلیو ایف پي وایی هغو بې سر پرستو کورنیو ته چې تیر ژمي کې مرستې رسیدلې وي ، او س د هوا تر سړیدو وړاندې بیا ځلی مرستو ته شدیده اړتیا ده ځکه چې خپلې زیرمې یې خلاصې کړي دي .
افغانستان ته دبشري مرستو بهیر هغه مهال کمزوری شو چې دافغانستان حکومت له خپلو ارزښتي دریخونو شاته نه شو او غوښتنه یې وکړه چې بشري کارونه باید له سیاست سره ونه تړل شي .
د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې چې نړیوال ځوکونه له افغانستانه ووتل ، له یوې خوا د افغانستان نه ملییارد ډالر په بهرنیو بانکونو کې کنګل شول، بل لوی ته بهرنۍ موسسې له افغانستانه ووتې ، ځکه د افغانستان له خلکو سره بشري مرستې پیل شوې .هغه مهال ځینو هیوادونو او سازمانونو داسې تیلیغات کول چې اسلامي امارت د بشري مرستو د توزیع مخه نیسي او خپلې سیاسي ملاحظې له بشري مسلو سره ګډوي . دافغانستان نوي حکومت سره له دې چې د مرستو د ویش پر بهیر باندې ځینې ملاحظې لرلې ، بیا هم دی لپاره چې بشري مرستې ټکنۍ نه شي ، له هر راز مداخلې او تصرف نه تیر شو . د مرستو د ویش لپاره د ډاډمن او خوندي فضا په برابولو کې هم مرسته وکړه .
خو لږ وروسته سناریو بدله شوه . دنړۍ ځینو هیوادنو چې له افغانستان سره په سیاسي مسلو باندی د نظر اختلاف لري او غواړي چې زمونږ په کورنیو چارو کې دبشري حقوقو په پلمه ، لاسو هنه وکړي ، دبشر او د ښځو د حقوقو په نامه له بشري مرستو انکار کړی او یا هم خپل بشرې مرستې یې کمې کړي دي .
هغه پوښتنه چې باید د نړیاولو بنسټونو او هیوادونو له ځوا څواب شي دا ده چې دبشري مرستو ته سیاسي رنګ ورکول، او بیا په دی پلمه د مرستو کمول ، بشري حقونو او په تیره بیا ښځو سره مرسته او همکاري ده او که دهغوی د ستونزو ډیرول؟
کله چې بشري مرستې کمیږي او اړمن خلک له مرستو بې برخې کیږي ، کوم بشري حق تامینیږي ؟
پخپله ( دبلیو ـ ایف ـپی) وايی چې د دوي په لیست کې هغه کورنې ډیر زیات دي چې د ګټې وټې لپاره ناریننه نلري او د کور ټول مسوولیت د ښځو پر غاړه دی. دی مسلې ته په کتو هر څومره چې د بشري مرستو کچه ټیټیږي ، په هغه اندازه د ښځو پر ستونزو او مشلاتو باندې زیاتوال زاځي.
دبشری حقوقو او د ښځو دحقونو په نامه پر ښخو باندی ظلم د کومو سیاسي موخو لپاره تر سره کیږي؟
ایا افغان میرمنې په دی باندی نه پوهیږي چې د دوی محرومیت د ځینو هیوادونو د ناوړو سیاستونو اوتصمیمونو په پایله کې لا پسی ډیریږي ؟
دا حقیقت او س ټولې نیا ته څرګند دی چې دافغانستان حکومت د بشري مرستو د رسولو په چارو کې هیڅ دول مداخله او لاسوهنه نلري .
دمرستو کچه د نړیوالو بنسټونو له خوا تر سروی ګانو وروسته اټکل کیږي نه د افغانستان د حکومت له خوا .
هغه مرستندویې ټولنې او بنسټونه چې په افغانستان کې فعالیت لري ، له هر راز محاسبې او مداخلې نه هم خوندي دي ځکه چې افغان حکومت نه غواړي بهرنیو مغرضو کړیو ته د منفي تبلیغاتو زمینې برابرې شي .
افغان حکومت هر څه په خپلو سترګو ګوري خو بیا هم دبشري مرستو په چارو کې لاسوهنه نه کوي ځکه چې نه غواړي د بشري مرستو بهیر ټکنی شي خو که چیری ځینی ملکونه بشري مرستې محدودوي او په دی توګه دبشري مرستو په نامه بشري ستونزې او مشکلات زباتوي ، ا.ا. په دی مسله کې هیڅ دول مسولیت نلري بلکی مسوول خلک هغه دي چې له بشري مرستو ، د سیاسی موخو د ترلاسه کولو لپاره ناوړه ګټه پورته کوي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button