افغانستانگزارش ها

جک سوليوان: بايډن به ترکيي ته د F16 جيټ الوتکو طرحه له کانګرس سره شريکه کړې.

د آمريکا د ملي امنیت سلاکار جک سليوان وايي، ولسمشر جوبایډن به ترکیې ته د ایف شپاړس جنګي جېټ الوتکو د استولو پلان له کانګرس سره سلامشورو ته دوام ورکړي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 21، ښاغلي سولیوان د ناټو د سرمشریزې په غونډه کې وویل، بایډن ډاډ ورکړی چې د الوتکو د سپارلو په برخه کې ليوال دی، خو په دې اړه يې نور څه ونه ويل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره شپه هوکړه وکړه چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پلان به پارلمان ته راجع کړي.

پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته سویډن په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه کړې، خو ترکیې یې مخالفت کړی.
انقره له میاشتو راهیسې د امریکا او نورو متحدانو تر فشار لاندې وه چې په ټلواله کې د سویډن غړیتوب ومني.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button