افغانستانگزارش ها

وزيري: د بلخ ولايت امنيتي ځواکونو په تيرو 15ورځو کې 70 ميله سپکي او درني وسلې ترلاسه کړي

دبلخ ولايت امنيه قوماندانۍ وياند محمد آصف وزیري نن د چنګاښ په 22 يوي خبري ناسته کې خبریالانو ته وویل چې په تيرو 15 ورځو کې د دي ولایت امنیتي ځواکونو 70 ميله سپکي او درني وسلې کشف او ضبط کړي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 22، نوموړي زياته کړه چې دغه وسلي دمزارشريف په په مارمل، چهارکنت، زارع، کشنده، شولګر، دولت اباد، چهاربولک او همدارنګه د مزارشریف ښار له ځینو حوزو نه ترلاسه شوي.

ښاغلي وزیري همداراز وویل چې پدغو کشف شوو وسلو کې ۵۴ میله کلاشینکوفونه، ۱۲ میله کمري تفنګچې، یو قبضه راکیټ، ۳ میله ام شانزده شامل دي.

هغه وويل چې تراوسه ددي وسلو په تړاو څوک يا کومه ډله نده نيول شوي.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button