افغانستانمقاله

دملي دفاع وزیر پر خبرو یو څو ټکي

دافغانستان د ملي دفاع وزیر مولوی محمد یعقوب مجاهد په خپلو تازه څرګندوو کې ویلي دي چې هغه کسان چې د هېواد د امنیت خرابۍ لپاره یوې او بلې خوا ته ډلې ډلې ګرځي، یوې او بلې خوا ته پوچ او رد وايي، ټولو ته مو دا پیغام دی، چې خپل هېواد ته دې راشي.”
دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد وايي، د دوی د حکومت مخالفان دې بهر کې له غونډو او څرګندونو لاس واخلي او د نوموړ‌ي په ټکو افغانستان ته دې ورستانه شي.‌
مولوی صاحب محمد یعقوب مجاهد چې دافغانستان د ملي دفاع وزیر دی په داسی حال کې مخالفو څیرو ته بلنه ورکوی تر څو افغانستان ته راستانه شي چې ټول پوځ او پوځي قوت ورسره دی . ده ته دافغانستان دحکومت زور او ځواک ښه معلوم دی . مولوي صاحب مجاهد او په افغانستان کې هر اوسیدونکی افغان په دی باندی ښهّ پوهیږي چې اوسنی حکومت په ټول افغانستان کې پوره پوره حاکمیت لري ، په ټول افغانستان کې بشپړ امنیت ټینګ دی او هیڅ څوک دامنیت د ګډوډولو وړتیا نلري .
په افغانستان کې د ا.ا.ا. له واکمنیدو ، څه د پاسه دوکاله تیریږی . په دی موده کې نه یوازی د امنیت خربولو کوم ځواک را پیدا نه شو بلکې هغه خوارجي ډله هم له منځه لاړه چې له کلونو رایسې په افغانستان کې موجوده وه . داعش د تیر حکومت د واکمنۍ پر مهال دافغانستان په لویدیځو، شمالي او ختیځو سیمو کې پوره حضور لاره او ډیری سیمې یې لاندی کړې هم وې. حتی د تیر حکومت د ځینو مهمو کړیو په ملتیا له اسلامی امارت سره هم څو څو ځلې جګړې وکړي خو د اسلامي امارت له مجاهدینو سره په مقابله کې پاتی راغی .
خو په داسی حال کې چې اسلامی امارت په ټول افغانستان باندی حاکم دی او هر هغه قوت یې مات کړی دی چې د امنیت دخرابولو مدعیان ول مخالفو څیرو ته داسی بوه بلنه چې هیواد ته راستانه شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي ، دیوې عفوې پر سر دبلې عفوې مانا ورکوي.
کله چې په افغانستان کې پخوانی حکومت ړنګ و ټول بهرنیان له افغانستانه وتښټیدل ، د ا.ا.ا. واک ته د رسیدو سره هم مهاله دعفوې عمومی فرمان صادر کړ. تر دی فرمان وروسته د پخوانی حکومت ټول کارکوونکی او حتی هغه څوک چې له بهرنیانو سره یې کار کړی و ، له هر راز محاکمې او سزا معاف شول . لکه چې لیدل کیږي د وزیرانو او وکیلانو په ګډون ټول پخواني خلک چې په وطن کې پاتی دي ، ازاد ژوند کوي او پر خپلو جایدادونو او پانګو باندی هم قابض دي .
یو شمیر مغرضو څیرو چې ځینو هیوادونو ته یې پناه وړې وه ، تر هغې وروسته هم پر توطیو او دسیسو باندی لاس پورې کړ او حکومت پر خلاف یې منفي تبلیغات پیل کړل. یاد خلک د قانون او عرف له مخې دعفوې له فرمانه مستثنی بلل کیږي ځکه چې تر عفوې وروسته یې هم خپلو ناروا کارونو او دسیسو ته ادامه ورکړې ده خو کله چې د امارت مشران بو ځلې بیا هغوې ته بلنه ورکوي چې افغانستان ته راشي او د بد رد ویلو پرځای خپل وطن کې ژوند وکړي نو مانا یې دا ده چې د عفوې فرمان لمنه نوره هم پراخه شوه .
واقعیت دا دی چې په ناوړو خبرو او بد رد ویلو باندې هیڅ څوک نه شي کولی یو مشروع او د ملي ملاتړ خاوند نظام ته زیان واړوي . دا حقیقت دتیرو دوو کلونو په اوږدو کې ټولو ته څرګند شو چې د اسلامی نظام د چلنج کولو توان هیڅ څوک نلري .
ښه خبره دا ده چې تښتیدلې او د منفي فکرونو خاوند خلک ، له دی موقع څخه ګټه بورته کړې او د غیر اخلاقي خبرو پر ځای بیرته هیواد ته راستانه شي او دخپلو هیوادو والو خدمت ته ملا وتړي که نه یو وخت به پښیماني ورته ګټه ونکړي .
وماعلینا الا لبلاغ

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button