افغانستانجهانگزارش ها

ډیورند پوله که خیالي کرښه ؟

په قطر کې د افغانستان ا.ا. د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمي پوله نه ده.دی جنجالي پولې ته په اشارې سره سهیل شاهین وویل، ډیورنډ یوه خیالي کرښه ده او له پاکستان سره زموږ پوله نه ده.د شاهین صاحب یادې خبرې یو ځلې بیا د څینو بې خبرو او مغرضو اشخصو او کړیو حساسیتونه یې را پارولي دي . هغه خلک چې د ځینو تعلقاتو او امتیازاتو په بدل کې د ډیورند خیالې کرښې ته رسمي پوله وایی ، د شاهین صاحب خبرو ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې ګنی دا کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د امیر عبدالرحمن خان او انګریزانو استازی مارتیمر ډیورند له خوا د پولې په توګه منل شوې ده .د ډیورند د فرضي کرښې په اړه دناسمو ادعاوو او ویناوو په اړه باید ووایو چې په ۱۸۹۳ کال کې د بریتانوي جنرال مارتیمر دیورند په مشرۍ یو پلاوی د امیر عبدالرحمن خان دربار ته راغی تر څو د افغانستان او بریتانوي هیندوستان تر منځ پر یوې پولې توافق وشي .بریتانوي جنرال ځان سره یوه نقشه او یو متن رواړې وو چې د دیورند دفرضي کرښې حدود او موقعیت پکې انځور شوی وو.سره له دی چې مارتیمر ډیورند ډیر وخت په کابل کې پاتی شو خو د امیر عبدالرحمن خان د موافقې په تر لاسه کولو بریالی نه شو او دغه مسله ناحله پاتې شوه .امیر عبدالرحمن خان د روسې او ایران سره د افغانستان د پولو په ټاکلو باندی بریالی شو خو انګلستان سره د سیمو په ویش باندې موافقې ته ونه رسید.دایران او روسیې سره شوې موافقې ، د رسمي اسناو په توګه د افغانستان ، ایران او روسیې په ارشیفونو کې شته خو د ډیورند د فرضي کرښې توافق یا هوکړه اصلا شتون نلري .کله چې داسی یو توافق د دواړو هیوادونو تر منځ لاسلیک کیږي چې پربنا یې پولې یا سرحدات ټاکل کیږي ، د قوانینو او نړیوال عرف له مخې باید دهغې کاپیانې دواړو خواوو او نړیالو اړوندو ارګانونو سره موجودې وي .که چیرې د دیورند د فرضي کرښې تړون لاسلیک شوی وي نو ښایی چې د تړون کاپیانې په افغانستان ، هندوستان ، بریتانیا او ملګرو ملتونو کې موجودې وي خو کتل کیږي چې نه په کابل کې ، نه په دهلي کې ، نه په لندن او نه هم د ملګرو ملتونو په دفترونو او ارشیفونو کې د ډیورند تړون پیدا کیږي .د بریتانا هیواد په پلازمینه لندن کې د یاد تړون یوه نسخه موجوده ده خو یوازی د مارتیمر ډیورند په لاسلیک .په یاده نسخه کې د ډیورند دتړون اوه مادې لیکل شوي دي او لاندې د مارتیمر ډیورند او امیر عبدالرحمن خان نومونه لیکل شوي دي خو یوازې د مارتیمر ډیورند لاسیک پکې دی او د امیر نوم بی لاسلیک او بې ټاپې لیکل شوی دی .مانا یې دا چې هغه تړون چې بریتانوي جنرال له ځانه سره راوړی وو ، بې موافقې او بې لاسلیک یې بیرته وړی دی .په ی توګه ډیورند نه رسمي کرښه ده او نه هم دچا لخوا د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه منل شوې ده

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button