افغانستانگزارش ها

جان سوپکو: په افغانستان د ناټو د ماموریت د پاى ته رسيدو لپاره د غير واقعى مهال ويش ټاکل، زموږ ماموريت يې ضعیف کړ.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د لګښتونو د څار اداره یا سیګار، فساد او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د ماموریت د پای ته رسېدو لپاره د یوه غیر واقعي مهال وېش ټاکل د نړیوالې ټولنې د ماموریت د کمزورۍ لویې لاملونه بولي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 22، يادې ادارې ټینګار کړی چې افغانستان ته له څار پرته په لویه کچه د مرستو استولو د فساد له پراختیا سره مرسته وکړه.

د سیګار مشر جان سوپکو په لندن کې د بریتانیا د شاهي خدمتونو په انسټېټیوټ کې د خبرو پر مهال وویل، امریکا او متحدینو یې د افغانستان د شته وضعیت واقعیتونه له پامه وغورځول، یوازې یې د خپلو عسکرو د ویستلو پر مهال وېش فکر وکړ او هڅه یې کوله چې پرمختګونه لوړ وښیي.

سيګار پيداسي حال کې داخبره کوي چې دوه نیمې میاشتې مخکې همدې ادارې په یو راپور کې لیکلي وو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته امریکا له افغانستان سره د بشري مرستو او پرمختیايي پروګرامونو لپاره ۲ ميلیارده ډالره مرسته کړې.

په همدې حال کې له فساد سره د مبارزې شبکې پخوانی رییس خان زمان امرخېل د فساد په اړه د سیګار ادارې د مشر تازه څرګندونې تاییدوي او وایې چې فساد د پخواني جمهوریت د سقوط یو لامل و.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا ماموریت د اسلامي امارت لومړى پړاو له پرځېدو وروسته له ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ کاله پورې د شلو کلونو لپاره دوام وکړ چې د جمهوري نظام له سقوط سره دا ماموریت هم پای ته ورسېده.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button