افغانستانگزارش ها

سروي: د امریکې نیژدې نیمایي خلک له جمهوریت نه خوشاله ندي

د آسوشیتدپرس او نارک څيړنيز مرکز په يوه ګډه نظرپوښتنه کې راغلي چې په متحده ايالاتو نژدې نيمايي خلک له اوسني آمریکايي نظام څخه راضي نه دي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 26، ددې سروي له مخې 49 سلنه خلکو خپله نارضایتي څرګنده کړې، 40 سلنه وګړو بيا ويلي چې اوسنۍ نظام تريوحده پوري کار کوي او يواځې 10 سلنه خلکو له فدرال حکومت نه پدي هيواد کې رضايت ښودلى ده.

همداراز دا سروي ښي چې اکثره بالغ آمریکايان د حکومت له لګښتونو، اقتصاد، حکومتي پالیسي څخه خوښ نه دي او چې ددوي له غوښتنو سره سم ندي.

53 سلنه خلکو بيا ويلي چې د امريکي کانګرس د جمهوريت ارزښتونو په ساتلو کې ناوړه ترسره کوي، خو يواځې 16 سلنه خلکو بيا لدي پوښتنې نه رضايت ښودلى.

اسوسیېټیډ پریس وایي د دې نظرپوښتنې نتیجې په لویه کچه د امریکې د خلکو سیاسي بېګانګي ښکاره کوي ځکه چې وایي په سیاسي توګه وېشلی هېواد اوس د کورونا وبا له اغېزه را وځي او د ګرانۍ او کسادبازارۍ ویرې یې اقتصادي بحالي له ډار سره مخ کړې ده.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button