افغانستانجهانگزارش ها

په پنجاب کې دري خويندې ذبح (حلالي) کړل شوې دي

د پنجاب مظفر ګړ سیمه کې درې خویندې له تښتول کېدو وروسته ذبح کړل شوې دي

توانا خبري اژانس د چنګاښ 28، د مظفر ګړ د پولیسو ضلعي افسر یا ډي پي او سید حسنین حیدر ویلي، پولیسو ته اطلاع ورکړل شوې وه چې دا درې خویندې د ګل یا دوشنبې په ورځ د تهرمل کالونۍ نه بې درکه شوې وې .

د پولیسو په وینا د وژل شوؤ جینکو عمرونه د 7 اؤ 11کالو ترمنځ دي اؤ د هغوي ورور پولیسو سره د رپورټ جمع کولو په وخت ویلي چې خویندې یې د کور ترڅنګ یو پارک ته د لوبو کولو لپاره تللې وې چې بیا تر ناوخته کور ته راستنې نه شوي.

پولیسو ویلي چې ددغو دریوؤ واړو خویندو مرۍ په چاړه غوڅې کړل شوي دي خو په سمدستي توګه نه ده معلومه شوې چې دوي چا اؤ ولې وژلې دي؟

پولیس وایي د پېښې د ځای نه یې ځینې شواهد ترلاسه کړي او پلټنې یې پیل کړې دي او هیله ښیي چې زر به پېښه کې لاس لرونکي بې نقابه کړي.

دې پېښې یوه اوونۍ وړاندې په خېبر پښتونخوا کې د عریفه نور په نوم د شپږو کالو یوه وړه ماشومه دجنسي تېري د هڅې په مهال په چاړه ذبح کړل شوې او وژل شوې وه.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې په ماشومانو دتشدد او جنسي تیري د پېښو لړۍ زیاته چټکه شوې او د نورو کلونو په پرتله پکې د 30 فیصدو پورې زياتوالي ښکاري.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button