جهانگزارش ها

ملګري ملتونه: په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په ټکنالوژۍ باندې ډيره تکيه ښايى ضرر ورسوي.

د ملګرو ملتونو یونسکو سازمان خبرداری ورکړ، چې په ښوونځیو کې پر تکنالوژۍ ډېره تکیه کول ښايي د لوستلو په څیر اساسي مهارتونه ګډوډ، بې اغېزې او زیانمنې کړي.

توانا خبري اژانس د زمري 5، 1402 کال، یونسکو په یو راپور کې ویلي، که څه هم د زده کوونکو لپاره د ټکنالوژۍ زده کړه اړینه ده، خو ښوونکي باید په ټولګیو کې د “تکنالوژۍ د فیشني” وسایلو د زیاتې کارونې په اړه پاملرنه وکړي.

یونیسکو زیاته کړه چې په ټولګیو کې تکنالوژي “که نامناسبه یا له حده زیاته وي کیدای شي ناوړه اغیزې ولري” او دا چې د تکنالوژۍ د کارولو پرځای د زده کړې پر پایلو باید تمرکز وشي.

ددغه راپور يوتن لیکوال مانوس انتونینیس وايي، په ښوونځیو کې د لپ ټاپ کمپیوترونو له کارولو څخه شل کاله وروسته څرګنده شوه چې دا ډول تګلارې یوازې هغه وخت اغیزمنې دي چې د یو ټینګ تعلیمي چوکاټ سره یوځای شي.

همداراز ياد سازمان په ټولګیو کې د ځیرکو تلیفونونو د مخ په زیاتیدونکي بندیز د بهیر هرکلی کړی. د ملګرو ملتونو د دې ادارې په وینا، “له هرو څلورو هیوادونو څخه یو یې” په دې برخه کې قوانین او مقررات تصویب کړي دي.

دا راپور د عمده دودیزو مهارتونو د ترلاسه کولو پر ځای د تکنالوژۍ د ځای په ځای کولو په وړاندې په کلکه خبرداری ورکوي چې په حقیقت کې کولی شي د ماشومانو سره مرسته وکړي چې د ډیجیټل نړۍ د ځینو زیانونو مخنیوی وکړي.
سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button