افغانستانگزارش ها

د مرستو پر میکانیزم دبیا کتنې اړتیا

مهاجرینو او راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني وایی ډېری مرستندویه بنسټونه د خپلو مرستو یوازې ۲۰ سلنه پر خلکو وېشي او د دې مرستو ۸۰ سلنه ضایع کېږي.
ښاغلي حقاني زیاتوي چې د سلو مرستو څخه ۸۰ سلنه یې یوازې د بینرونو په چاپولو او په خپلو جیبونو کې لګول کیږي او په کور دننه او بهر په عیش او عشرت مصرفیږي او یوازې ۲۰ سلنه یې د افغانستان خلکو ته ورکوي.
د نړیوالو مرستندویو بنسټونو له خوا په تیرو دوو کلونو کې مرستې توزیع شوي او اوس هم جریان لري خو دغه مرستې څومره اغیزمنې دي او تر کومه بریده مستحقینو ته رسیدلي دي ؟
له دی اړخه نه یوازی دافغانستان حکومت بلکې حتی نړیوالو موسسو هم شکایتونه کړي دي .
خلک هم په ډیرو سیمو کې دتوزیع له بهیره شکایت لري .
حتی په خپاره شویو ریپوټونو کې داسی موارد لیدل شوي دي چې یوه کورنۍ په تیرو دوو کلونو کې یوځلی هم دمرستي په ترلاسه کولو نه ده برالې شوې .
که چیرې دی مسلې ته لږ په دقت سره وګورو ، جوتیږي چې په دی بهیر دیو منظم سیستم او کړنلارې نشتون ، دمرستو د چپاول کیدو اصلي لامل دی .
هغه مرستې چې دنړیوالو موسسو له خوا اعلانیږي ، په هغه کچه افغانستان ته نه لیږدول کیږي .
هغه موسسې چې د بهرنیانو له خوا د مرستې رسولو لپاره ګومارل شوي دي ، داسی موسسې دي چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې د دکمیشن کارۍ او چپاول پوره پوره تجربه لري .
د افغانستان حکومت ، دغه مرستې نه ترلاسه کوي او نه یې توزیع کوي بلکې له بهرنیو موسسو سره قراردادي ( ان جی او) ګانې ، ټول کارونه تر سره کوي . افغان حکومت د څارنې یو سیستم لري خو دغه څارنه د بهرنیو موسسو د ځینو مزاحتمونو له امله دقیقه او ژوره څارنه نه ده بلکې موسسې کولی شي ځینې خلاف کارونه هم پکې وکړي .
دافغانستان حکومت دی لپاره چې نړیوال د پلمې جوړولو کوم لاسوند ونلري ، له هر راز مداخلې لاس واخیست او نړیوالو ته یې اجازه ورکړه چې بشري مرستې په خپل لاس او د خپلې خوښې موسسو له خوا عملي کړي . خو په تاسف سره چې دځیو ملحوظاتو له امله ، یاده پروسه له ډیرو مشکلاتو سره مخامخه شوه .
دافغان حکومت او ملګرو ملتونو تر منځ د اړیکو سوړوالی ، دی ته زمینه برابره کړې ده چې (ان جی او) ګانې ، د ناوړو استفادو ، لارې چارې ولټوي .
اوس خبره دی ځای ته رسیدلې چې هم افغان حکومت او هم بهرنۍ موسسې شکایت لري چې مرستې خپلو مستحقینو ته نه رسیږي . ځکه خو دمرستو د توزیع بهیر یوې ژورې بیا کتنې ته اړتیا لري .
دبیا کتنې بهیر باید لاندې ځانګړتیاووې ولري :
ـ ملګري ملتونه او دنړیوالو مرستو تنظیموونکې ادارې باید دمرستو د ویش لپاره داسی میکانیزم په پام کې ونیسي چې افغان حکومت له پیله ورباندې د نظارت او راپور اخیستنې پوره واک او اجازه ولري . دی اصل ته په کتو چې دافغانستان په اداري سیستم کې فساد او بډې اخیستنې له منځه تللی ډي ، دحکومت څارنه کولی شوي د شفافیت بنسټ کیږدي .
ـ د هغو انجی او ګانو په انتخاب کې باید له خورا دقت نه کار واخیستل شي چې د توزیع لپاره په نظر کې نیول کیږي .
دفاسدو موسسو پر ځای باید داسی موسسې وټاکل شي چې د شفافیت او ښې کار کردګۍ تاریخ ولري او دواړو لورو ته ( نړیواله ټولنه او افغان حکومت) ته ځواب ویونکی وي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button