افغانستانجهانگزارش ها

دیونیما بې معیاره ریپوټ او تحلیل

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نماینده ګي( یوناما )وروستی راپور، ادعا کوي چې د ا.ا.ا. ځواکونو لخوا د پخوانۍ ادارې ۸۰۰ پورې کسان وژل شوې او ځورول شوي ډی.یونیما دیاد ریپوټ په خپرولو ادعا کوي چې دافغانستان اوسنی حکومت د پخواني حکومت پوځیان نیسي ، ځوروي او وژنی .اول خو د یونیما ماموریت چې د۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د ملګرو ملتونو دامنیت شورا له خوا دیو کال لپاره په افغانستان کې تمدید شو، ځانته حدود او صغور لري . یونیما په افغانستان کې د خلکو او حکومت سره د نړیوالو غیر پوخي مرستو د همغږۍ او رهبرۍ مسوولیت پر غاړه لري .د ورته ریپوټونو لپاره نورې نړیوالې موسسې دي چې باید کار وکړي چې د بخښنې نړیوال سازمان یې یوه بیلګه ده .د یونیما اداره په افغانستان کې د ورته څیړنو او سروې ګانو د ترسره کولو لپاره ځانګړي مسلکي ګروپونه هم نلري بلکې د یو او بل له خولې بې بنیادو خبرو باندی اتکا کوي .بله خبره چې دلته د یادلو ده دا ده چې دتحقیقي یا څیړنیزو ریپوټونو ځانګړتیا دا ده چې پیښې له ټولو جزییاتو سره مستندې کوي . که چیرې په رښتیا سره یونیما داسې یوه سروې تر سره کړې وي نو باید چې ټول جزییات یې د هرې پیښې له قربانۍ نه نیولې تر نورو مسلو پورې په یو دیتابیس کې څرګند کړي . که چیرې د یونیما له خوا وړاندی شویو ارقامو ته یوه پاملرنه وکړو ، داسې ښکاري چې وړاندې شوې ادعا ، له دالایلو او ارقامو سره هیڅ دول تړاو نلري . یونیما وایی چې په تیرو دوو کلونو کې ۸۰۰ پیښې ثبت شوي دي چې پکې د وژنې ، ځورونې ، ګوښ او نورې پیښې شاملې دي . یونیما د وژل شویو پوځی او ملکی مامورینو شمیر د ۱۶۰ په شا او خوا کې ښيي . دپخواني حکومت پوځي او ملکي مامورین تر یو ملیون ډیر کسان ول چې څه ناڅه نیمایی برخه یې ملکي او نیمایی برخه یې پوځي مامورینو جوړوله . اوس قضاوت نورو ته پریږدو . که چیرې دعفوې عمومي فرمان نه وای عملی شوی نو د یو ملیون مامورینو له ډلې به یوازی ۱۶۰ وژل شوی وای؟ هغه هم د ټیټې رتبې مامورین ؟که څه هم چې ۱۶۰ موارد ناسم ارقام دي خو دیو ملیون په پرتله صفر اعشاریه صفر صفر شپږ فیصده راځي (۰.۰۰۶ )فیصده .بیا هم قضاوت پر تاسو چې ایا صفر اعشاریه صفر صفر شپږ هم د محاسبې لپاره داسې ارقام کیدای شي چې دلالت پر یو سیاسی تصمیم باندی وکړي او که دا ارقام پخپله استثنایی موارد په ګوته کوي ؟ واضحه خبره ده چې داسې ارقام استثنایی او له قانون څخه سر غړونه او شخصي اعمال دي خو له بده مرغه یونیما له دی ارقامو داسی تحلیل کوي چې د دعفوې فرمان نه دی پلی شوی .تر ټولو مهمه خبره چې یونیما ورته پاملرنه نه ده کړې دا ده چې ځینې دګوتو په شمار پخواني پوځیان د تش په نامه مقاوت سره یو ځای د حکومت او ملت پر خلاف جګړه کې هم برخه اخیستې او وژل شوي دي او دا یوه بیله مسله ده چې قومندان امیري او ځینی انډیوالان یې دبیلګې به توګه یادولای شو .دغه راز د داعش خوارجي ډلې سره دهمکارۍ پرمهال به هم داسئ پیښې رامنځته شوې وي .خو د حکومت له خوا ، پخواني حکومت سره د همکارۍ په تور یو کس هم نه وژل شوی او نه هم نیول شوی دی.پخوانی جمهور رییس ، پخوانی اجراییه رییس چې د بهرنیو چارو وزیر هم پاتی شوی دی ، همدا اوس په کابل کې دی . په سل هاوو جنرالان او قومندانان نه یوازې په افغانستان کې ژوند کوي بلکې خپلو دندو ته هم ځي .دیو ملیون ملکي او پوځي مامورینو له ډلې ، ۹۰ سلنه یې برحاله دي او دندې تر سره کوي . ایا دا ارقام دمحاسبې بنیاد کیدای شي او هغه صفر اعشاریه صفر صفر شپږ ؟یونیما ته ښآيی چې په لومړي سر کې خپل ریپوټونه مستند کړي او په دوهم قدم کې دملګرو ملتونو د استازولۍ په توګه له احساساتي خبرو لاس واخلي او پرځای یې له معیاري محاسبو او منطقي تحلیلونو کار واخلي تر څو د ملګرو ملتونو اعتیار زیانمن نکړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button