افغانستانگزارش های تحلیلی

د ډالرو نرخ د ټیټیدو لاملونه

په وروستیو څو ورځو کې په افغانستان کې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بي ساري ډول لوړ شوی دی.د سرای شهزادګانو د تبادلې اتحادیه وايي، چې د پنجشنبې په ورځ یو امریکايي ډالر په ۷۲ افغانیو تبادله کېده.د افغانیو نرخ د لوړیدا په هکله بیلابیل دلایل وړاندی شوی دي حتی ډیری اقتصاد پوهان هم په دی برخه کې داسی دلایل راوړي دي چې تنده پری نه ماتیږي . دساري په توګه ځینو داسې دلیل راوړی چې ډیری افغانان بهر ته تللی ډي او اوس خپلو کورنیو سره په ډالرو مرسته کوي .یا داچې اوس دافغانستان د میوو د صادرولو وخت دی او دمیوو په بدل کې ډالر افغانستان ته واردیږي .داچې افغانان خپلو کورنیو ته په ډالر پیسې لیږي ، دیادو لیږل شویو پیسو مقدار دومره نه دی چې په بازارونو کې د ډالرو نرخ دومره ټیټ کړي که داسې یوه پدیده د اسعارو پرنرخ اغیز وکړي نو صفر اعشاریه صفر یو فیصد به تاثیر ولري .دغه راز که چیرې د میوو دصادراتو خبره وي باید هر کال په همدی موسم کې د ډالرو نرخ په همدې کچه راټیټ شی.مخکې تر دی چې پر اصلي دلایلو باندی بحث وکړو ، یوه یادونه ډیره اړینه ده چې د ډالرو ریټ نه دی راټیټ شوی بلکې دافغانیو ارزښت لوړ شوی دی.بله مسله دا چې په نړیوال مارکیټ کې د ډالرو نرخ نه دی راټیټ شوی بلکې په افغانستان کې یې قیمت کم شوی دی چې دلالت پردی کوي چې د افغانیو نرخ لوړ شوی دی.د دی بدلون اصلي لاملونه دا دي چې: ـ افغانستان په سیاسي اړخ کې د ثبات خوا ته روان دی او نړیوال اعتبار یې ډیر لوړ شوی دی.هیڅ پدیده دومره داسعارو پر ریټ باندی اغیز نلري لکه چې دیو هیواد سیاسي ثبات پری اغیز لري .ـ دوهم لامل دا دی چې اوس له افغانستان څخه ګاونډیو هیوادونو ته د ډالرو دقاچاق مخه نیول شوې ده . په تیر حکومت کې چې پر افغانستان باندی د ډالرو باران و خو بیا هم ایران او پاکستان ته د ډالرو قاچاق د اسعارو د نرخونو دکنترول اجازه یې نه ورکوله خو په دی وروستیو کې د ا.ا.ا. د ډالرو دقاچاق مخه نیولې ده.ـ په بهرنیو اسعارو د پیر او پلور منع کیدل بل لامل دی چې د افغانیو ارزښت یې لوړ کړی دی. مخکی د هیواد په څو مهمو ولایتونو کې پر پاکستانی کلدارو او ایرانی تومانو باندی پیر او پلور تر سره کیدل خو دافغانستان حکومت دا منع کړل چې اوس په ټول هیواد کې هر ه معامله په افغانیو کیږي .ـ بهرنیو هیوادونو سره مهم اقتصادی قراردادونه دافغانیو د نرخ دلوړیدا بل ستر لامل دی .یوازې په تیرو څلور اونیو کې د څلویښت ملیاردو ډالرو په ارزښت د کانونو داستخراج تړونونه له بیلابیلو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button