افغانستانجهانورزش

بنګله دېش افغان سپينر بالران ستايي

د بنګله دېش ملي لوبډلې مرستیال وايي: د افغانستان د کرکټ خطرناکو ورو توپ اچوونکو سره لوبه راته ګټه کوي

د بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلې مرستیال روزونکی نیک پوتاس وايي د درې یو ورځنیو سیالیو په لړ کې د افغانستان د خطرناکو ورو توپ اچوونکو سره په لوبو او مخامخ کېدو سره په اوږد مهال کې ګټه کوي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 19، پوتاس په چټاګنګ کې د افغانستان د لوبډلې په اړه خبریالانو ته وویل: “دوي په نړۍ کې ترټولو غوره د ورو توپ اچوونکو برید لري او دا یو حقیقت دی.”

نوموړي هیله څرګنده کړه چې دا به د اکتوبر په میاشت کې نړیوال جام ته د تیاري د پاره له بنګله دېش سره مرسته وکړي

د افغانستان سپنرانو مجیب الرحمن، راشد خان او محمد نبي له بنګله دېش سره په لومړیو دوو لوبو کې د افغانستان په بریا کې مهمه ونډه لرله، او مجموعي ډول یې د بنګله دېش ۱۱ لوبغاړي وسوځول.

د يادونې وړ ده چې، له انګلستان وروسته افغانستان دوهم هېواد دی چې په تېرو اوو کلونو کې بنګله دېش ته په کور دننه د یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې ماتې ورکوي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button