افغانستانجهانگزارش ها

دافغانستان او تاجکستان ترمنځ شریک اونیز بازار

د افغانستان د بدخشان او تاجکستان په سرحدي سیمو کې ګډ اوونیز بازار له څه باندې څلور کلونو وروسته بېرته پرانیستل شو.له تاجکستاني لوري سره د مالیې وزارت او ګمرکونو د استازو تر منځ له خبرو وروسته ، دواړو لوریو موافقه وکړه چې دغه مارکېټ بېرته پرانېستل شي.د اشکاشم ولسوال حيات الله حميدي له معلوماتو سره سم ، دغه بازارونه به يوازې د شنبې په ورځ، په اونۍ کې يوه ورځ، پرانيستي وي.دافغانستان او تاجکستان ترمنځ په دی ګډ بازار کې چې د شنبې په ورځ د مازدیګر له ۸ بجو څخه تر ۴ بجو پورې خلاص وي ، په دواړو هیوادونو ( افغانستان او تاجکستان ) کې ځايي خلک خپل لاسي صنایع، او محصولات د پلور لپاره وړاندې کوي. تر دی وړاندې په افغانستان کې له شاهي حکومت او تر هغې وړاندې هم د دواړو هیوادونو تر منځ شریک بازارونه موجود وو . افغانستان او تاجکستان داسې هیوادونه دي چې نه یوازې شریکې پولې بلکې شریکه ژبه او شزیک کلتور هم لري . د دواړو هیوادونو شریکې پولې ، دواړو لوریو ته مهم ډی . دغه شریکې پولې د دواړو هیوادونو ترمنځ امنیتي ډاډ او امنیتي اندیښنې هم کرځیدلای شي . له بده مرغه چې دتاجکستان هیواد په تیرو څو کلونو او په تیره بیا دوو کلونو کې چې دا.ا.ا. واک ته رسیدلی دی ، د ښه ګاونډیتوب پر ځای دافغانستان حکومت پر خلاف پر ځینو دسیسو باندی لاس پورې کړ . نوموړی هیواد هڅه وکړه تر څو د مفاومت په نامه یو څو فراریانو ته چې د مظلوم ملت پیسې یې وړي دي او په بهر کې په عیش ـ عشرتونو باندې بوخت دي ، اډې جوړې کړي او دافغانستان پر ضد یې وکاروي .د لوی الله په فضل او کرم سره چې نوموړې دسیسې کامیابې نه شوې ځکه چې دافغانستان خلک نور د خپل نظام په ملاتړ غواړي خپل ملک د ثبات لوري ته بوزي نه دا چې بې ثباته یې کړي او یو بل نسل هم دجګړو په اور کې وسوځيږي . افغانان په دی باندې پوه شوي دي چې د نظامونو ړنګیدل نه بلکې د نظامونو پیاوړي کیدل په ملک کې ثبات او تل پاتی امن راولي .له بلې خوا نړیوال هم د هرې ورځې په تیریدو سره دی حقیقت ته نږدی کیږي چې دافغانستان اوسنی حکومت له ټولو ستونزو او محدودیتونو سره سره په ټول قوت سره کار کوي تر څو امنیت او ثبات لا ټینګ شي او خلکو ته دکار زمینې برابرې شي .دافغانستان حکومت له نړیوالو سره کړی ژمنې ټولې عملي کړي دي . ځکه دنیا دی ته ژړه نه ښه کوي چې دافغانستان دحکومت پر خلاف له څو باغیانو ملاتړ وکړي .په هر حال اوس چې د نړۍ سیاست و مثبت لوري ته په بدلیدو دی ، باید دتاجکستان هیواد هم پر خپلو تیرو سیاستونو باندې بیا کتنه وکړي تر څو د دواړو هیوادونو ( افغانستان او تاجکستان ) تر منځ ، شریکو کټو او ارزښتونو ته په کتو، د ښه ګاونډیتوب او ګدو کارونو دروازې خلاصې شي تر څو په شریکه ملتیا ، سیمه ییزو مسلو ته په شریکه حل لارې ولټول شي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button