افغانستانگزارش ها

دانورالحق کاکړ ماشومانه څرګندونې

د پاکستان چارسمبالی لومړی وزیر انوار الحق کاکړ دیوې مرکې په ترڅ کې ویلي دي چې ، په افغانستان کې اوسنی سرپرست حکومت قانوني بڼه نه لري .
انوار الحق کاکړ د دوشنبې په ورځ د پاکستان له (آج) خبري اژانس سره په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، د طالبانو اوسني حکومت واکمنو پاکستان ګنګس کړی دی ده زیاته کړې چې په تېرو شلو کلونو کې نړیوالو خپله پروژه نیمګړې پرېښوده، څادر یې په اوږو واچاوه او له دې هېواده ووتله.
اول خو ښاعلی کاکړ باید پر دی مسلی باندی ځان پوه کړي چې دی د دریو میاشتو لپاره یو نګران لومړی وزیر دی چې خاصه دنده یې په هغه هیواد کې دشفافو ټولټاکنو په لاره اچول دي .
ښاغلی کاکړ د پاکستان د حکومت لومړی وزیر نه بلکه د انتخاباتو د رایریدو ، لنډ مهاله لومړی وزیر دی . دی مسلې ته په کتو چې د پاکستان حکومتونه ګوندي حکومتونه دي او په ټولټاکنو کې د کامیاب ګوند سیاسی تګلاره ، د حکومت سیاسي تګلاره وي ، ښاغلی کاکړ په بهرني سیاست کې هیڅ ډول رول او واک نلري .
دپاکستان د اساسی قانون د۲۲۴ مادې او نورو جاریه قوانینو پر بنا هم نګران لومړی وزیر یوازی د رڼو انتخاباتو د رایرولو صلاحیت لري .
دویمه خبره داد ده چې ښاغلی کاکړ دخپلو خبرو پیل او پای نشي سنجولی . په همدی مرکه کې وایی چې دافغانستان اوسنی حکومت قانونی بڼه نلري خو ورپسی وایی چې مونږ طمع لرله چې په افغانستان کې د نوي حکومت له واکمنیدو سره سم به دپاکستان وضعه ښه شي خو داسئ ونه شول او وضعه لا خرابه شوه . دافغانستان اوسني واکداران ُ پاکستان یې کنګس کړی دی.
ښاغلی کاکړ پخپله وایی چې مونږ د پاکستان دوضعیت دښه والي طمع لرله په دی مانا چې دافغانستان نوی حکومت باید په پاکستان کې د وضعیت په ښه کیدو کې راسره مرسته وکړي . تاسې قضاوت وکړی چې یو غیر قانوني حکومت څخه داسې غوښتنه کیدای شي ؟
مانا یې دا چې دافغانستان حکومت زما مخالفین نه ځپي نو ځکه یو غیر قانونی حکومت دی خو که زما په طبعیت یې عمل کړی وای نو یو قانوني حکمت وو. ښاغلی کاکړ دقانوني او غیر قانوني حکومت توپیر داسی تشریح کوي چې که دپاکستان شرطونه ومنی ، قانونی او که ونه مني غیر قانوني حکومت دی.
ښاغلی کاکړ وایی چې کیدای شي په افغانستان کې له امریکایی ځواکونو پاتی وسله د ترهه ګرو ډلو لاس ته ورغلې وي . مانا یې دا چې دوی تر دی دمه هیڅ دول ثبوت او بیلګه نلري خو تشو ادعاوو ته دوام ورکوی . یو څوګ چې له ځمکنیو واقعیتونو خبر وي ، بې له شک او تردید نه سپینې خبرې کوي خو بی خبره انسان تل دشک او تردید په اډانه کې غږیږي. د داسې جملې کارول چې ( کیدای شي امریکایی وسله د ترهګرو ډلو لاس ته ورغلی وي ) له حالاتو او واقعیتونو د پوره بی خبرۍ مانا لري .
دی مسلې ته په کتو چې افغانستان نن سبا داسې هیواد نه دی چې هر څوک په اړه یې غلطې څرګندونې وکړي او دنیا پرې باور وکړي ، ښاغلي کاکړ باید د داسئ غلطو ، متضادو او کرکجنو خبرو پرخآی چې د دواړو هیوادونو اړیکې ترینګلې کوي ، ځمکنیو واقعیتونو ته په کتو ، دخپل بام واوره دی زمونږ پر بام نه راچوي بلکې د ښه ګاونډیتوب له لارې مسایلو ته د حل لارې په لټه کې وي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button