افغانستانگزارش ها

افغانستان لپاره دچین نوی سفیر دافغان دپلوماسۍ کامیابه بیلګه

د چین هیواد ، افغانستان لپاره خپل نوی سفیر ټالکی او کابل ته یې را لیږلی دی تر څو خپل کار په رسمي توګه پیل کړي . د چین نوی سفیر جاو شینګ خپل باور لیک د د ریاست الوزرا مشر ملا محمد حسن اخند ته سپآرلی دی.دافغانستان لپاره د چین دغه نوي سفیر ته په (ارګ) مانۍ کې رسمي مراسم هم نېول شوې وو.د چین دغه دیپلومات د خپل هېواد “د مشرتابه نېکې هیلې او سلامونه دافغانستان اسلامي امارت رئیس الوزرا ته وړاندې کړل.”رییس الوزرا د باور لیک په منلو ُ هیله ښودلې چې “د چین نوی سفیر به د افغانستان او چین ترمنځ ديپلوماتیکې اړیکې لوړې کچې ته پورته کړي” او دا یې “د نوي څپرکی پیلامه” بللې ده.‌کابل ته د چین هیواد دسفیر راتګ او دباور لیک وړاندی کول ، له څو اړخونو مهم او دپام وړی دی:ـ په تیرو دوو کلونو کې لومړۍ ځل دی چې د دنیا یو ستر طالقت دافغانستان لپاره خبل سفیر په رسمي توګه کابل ته رالیږي او دغه سفیر خپل باور لیک افغان حکومت ته سپاري . دنیا دوخت په تیریدو سره دی پایلې ته رسیږي چې د افغانستان حکومت رښتینې څیره هغه نه ده چې ځینو مغرضو کړیو دنیا ته ښودلې وه بلکی افغانستان یو ځواکمن حکومت لري چې هم دننه افغانستان کې ثبات او امنیت ټینګ کړی دی او هم د ګاونډیو او سیمې هیوادونو سره د نیکو مناسباتو په اډانه کې عمل کوي . افغانستان ټولو هیوادونو سره د شریکو ګټو په چوکاټ کې د ښو اړیکو او تعاملاتو غوښتونکی دی . نړیوالو اصولو ته درناوی لري او دبل په چارو کې مداخله نه کوي . دغه راز نورو ته هم په کورنیو مسلو کې دمداخلې حق نه ورکوی .دچین په ګډون ځینو نورو هیوادونو هم په سرکې چې ا.اآ. واک ته ورسید ، څو اړخیزی اندیښنې لرلې . د دوی اندښنې دا وې چې افغانستان د وسلوالو ګروپونو په مرکز بدل نه شي او دافغانستان له خاورې ُ دمنځنۍ اسیا هیوادونو ته مشکلات پیښ نه شي خو په تیرو دوو کلونو کې ورته ثابته شوه چې افغانستان نه یوازي د سیمې هیوادونو ته ګواښ نه دی بلکې د ډاډ او اعتماد یوه مرجع هم ده .ـ کابل ته د چین دنوي سفر راتګ ، دافغانستان د کامیابې دپلوماسۍ یوه روښانه بیلګه ده . افغان حکومت له پیله هڅه کړې او کوي چې دنړۍ هیوادونو ته قناعت ورکړي تر څو له افغانستان سره رسمي دپلوماسي پیل کړي . داچې د چین غوندی یو لوي او ځواکمن هیواد ، له افغانستان سره د رسمي اړیکو پر پرانیستو لاس پوری کوي ، دافغانستان حکومت د کامیابې دپلوماسۍ یو ه روښانه ببلګه ده .دا دافغانستان د رسمیت پیژندنې پیلامه ده او دا زیری راکوي چې دافغانستان حکومت ډير ژر د ټولې دنیا له خوا په رسمیت پیزندل کیږی .ـ چین په دنیا کې تر ټولو لوی اقتصادي ځواک هم دی د اسیا ډیری بازارونه یې تر خپلې ولقې لاندی راوستلي دي . دغه راز چین داسی یو هیواد دهی چې په نړۍ او سیمه کې پراخې پانګونې لري .یاد هیواد سره د اړیکو پراختیا ، په افغانستان کې د اقتصادي ودې او پرمختګ یو لوی زیری هم دی .ـ کابل کې د چین دنوي سفیر راتګ او افغان حکومت ته د باورلیک سپارل به نورو هیوادونو ته هم د الهام یو ښه بیلګه وګرځي تر څو په رسمي توګه خپلې اړیکې او دپلوماسي تنظیم کړي .په دی هیله چې د دنړۍ نور هیوادونو هم زر تر زره له افغانستان سره خپلې سیاسي او د پلوماتیک اړیکي په رسمي بڼه پیل کړی .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button