افغانستاناقتصاد و توسعهگزارش ها

د سالنګونو لوي لارې د بيارغولو 80 کيلومتره سړک چاري پيل شوي.

د سالنګونو لوي لارې د بيارغولو چاري د رياست الوزراﺀ اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر له لوري د چنګاښ په 21 نيټه پرانستل شوي.

توانا خبري اژانس د چنګاښ 22، پدغو مراسمو کې چي يوشمير دولتي او خصوصي سکتور چارواکو شتون درلود، ښاغلي برادر دغه پروژه د قوش تيپي له کانال وروسته دوهمه لويه اقتصادي پروژه ياده کړه. او په خصوصي سکتور يي غږ وکړ چي خپل کار څومره کولاى شي ژر او په پوره صداقت پاى ته ورسوي.

نوموړي وويل چې ددغي پروژې په بشپړيدو سره به له شمال نه جنوب لور ته به په تګ راتګ او سوداګريزو چارو ډيري آسانتياوې رامنځ ته شي.

همداراز د خصوصي سکتور استازو وویل چې د هيواد د لويو لارو بيارغونه د افغانستان د سوداګرۍ چاري له مرکزي آسيا نه سويلي آسيا ته د ترانزيت په کچه لوړوي.
چي پدې کي د سالنګونو لويه لاره هم شامله ده.

دغه پروژه په شمالي او جنوبي سالنګونو کي د اسلامي امارت په ملاتړ او د خصوصي سکټور له لوري د 80 کيلومتره په اوږد والي سره د دووکلونو په موده کې بشپړيږي، چې لدې سره به زرګونو کسانو ته پکې کاري فرصتونه برابر شي.

له بلخوا پدغه لار باندي تلونکي مسافر او موټروانان ددي لاري له بيا رغولو څخه خوښ دي واي چې لدي سره به ددوي ډيري ستونزې په تګ راتګ کي حل شي.

د يادونې وړ ده چې ددغي لاري په واسطه د 9 شمالي ولایتونو سربيره څلور لوى سوداګريز بندرونه هم له مرکز کابل سره نښليږي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button