افغانستانجهانگزارش ها

پاکستان د آسيا کاپ له سياليو نه بهر شو

سريلانکا هيواد تيره ورځ پنج شنبه د اسيا کپ 50 اوريزو سياليو کې، پاکستان ته د دوو ويکټو په توپیر ماتې ورکړه.په پيل پاکستان د ټاس په ګټلو سره، د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په 42 اورونو کې، سريلانکا هيواد ته 253 منډي هدف وټاکه.توانا خبري اژانس د وږي 25 مه، سري لانکا دا هدف په وروستي توپ پوره کړ او لوبه یې وګټله. په وروستي توپ دوې منډې ګټې ته او پاتې وې، د سري‌ لانکا لوبغاړي چاریت اسلانکا د بري‌شاټ وواهه او دوې منډې یې وکړې.د لوبې غوره لوبغاړى کوسال منډیس شو، چې د 91 منډو په جوړولو سره، د سريلانکا په برى کې مهمه ونډه درلودله. پدغو سياليو کې دا د پاکستان دوهمه ماته وه، وړمه ورځ دغه هېواد له هندوستان نه هم ماته خوړلې وه. د جمعې په ورځ د هند او بنګله دېش ترمنځ لوبه ده، چې بایلل او ګټل یې پایلوبې ته د هند په ورتګ او نه ورتګ باندې اغیز نکوي. د يادونې وړ ده چې سري لانکا تېرځل هم د اسیا کپ اتلولي ګټلې وه.

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button