افغانستانگزارش ها

نړیوال بانک: د ‘توکو بیې ښې شوې’

(توانا خبري اژانس د غوايي 7، 1402) نړیوال بانک په خپل یوه تازه رپوټ‌ کې ویلي،‌ د افغانیو ارزښت د ډالرو او نورو مهمو اسعارو پر وړاندې ښه شوی دی او د لومړنیو توکو بیې هم د ۲۰۲۲ کال د لومړیو درېیو میاشتو پرتله ښې شوې دي.په دغه رپوټ‌ کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال له جولای میاشتې راهیسې د خوراکي توکو بيې راښکته شوې.ددې ريپوټ‌ له مخې، د روان میلادي کال په فیبرورۍ او مارچ مياشتو کې د تېر کال د همدې میاشتو په پرتله د خوراکي توکو بیې نژدې ۴ سلنه ټیټې شوې دي.‌د يادونې وړ ده چې په ۲۰۲۱ کې کله چې اسلامي امارت پر افغانستان بيا ځلي واکمن شو،‌ په دغه هېواد کې په کمساري ډول خلکو دندې له لاسه ورکړې او بهرنۍ مرستې کمې او یا هم په ځینو برخو کې وچې شوې.‌

سهراب خان دولت زى

توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button