افغانستانگزارش های تحلیلی

مال دی ساته همسایه دی غل مه نیسه

ټولټاکنو لپاره د پاکستان چارسمبالی لومړی و زیر انور الحق کاکړ وروسته له هغې چې دامنیت په راوستلو کې د پاکستاني پوځ او پولیسو دکمزوريۍ پړه یې پر افغان حکومت واچوله ، په تازه مرکه کې ویلي دي چې که له هر ځایه د پاکستان خاورې ته ګواښ پېښ شي،‌ پرضد به یې ګام واخلو عکس سرچینه،
دنوموړي په وینا هېواد به یې د اړتیا په صورت کې د دفاع لپاره ګامونه واخلي.‌سرچینه،
انور الحق کاکړ زیاته کړې ده “نه غواړم په ځانګړي ډول د هغو عملیاتي پرېکړو په اړه خبرې وکړم،‌ چې پاکستان یې کولای شي. خو که د ګواښ له امله اړتیا پېښه شي،‌ له وخت سره سم به پرېکړې وکړو.”
د پاکستاني مقاماتو د بې بنیادو تورونو په هکله باید دومره ووایو چې پاکستاني چارواکي باید له نړیوالو قوانینو ځان خبر کړي . تشې ادعاوې او بې مسوولیته څرګندونې نه یوازی داچې مشکل نه حلوي بلکې د ستونزو لمنه نور هم پراخوي . داچې ښاغلی کاکړ وایی پاکستان له ځانه د دفاع حق لري ، باید دا هم څرګند کړي چې دفاع د چا په مقابل کې .
که چیرې پاکستان بیا پلان لري چې د ترهګرو د ځپلو لپاره ، دتیر په څیر له دنیا نه باج واخلي او په لس هاوو ملیارده ډالر ترلاسه کړي ، یوه بیله مسله ده خو پر افغان حکومت باندی د بې ځایو تورونو پورې کول او بیا د عملیاتو ګواښ نه یوازی قانوني او منطقي نه دی بلکې په سیمه کې د امنیت او ثبات لپاره ډیره خطرناکه منصوبه ده .
دپاکستان چار سمبالی وزیر باید د هغه هیواد دپوځ د څو جنرالانو ترجماني وکړي ، د یو چار سمبالي لومړي وزیر په توګه باید مسوولانه او له اصولو سره سمې خبرې وکړي . هغه باید پردی ځان پوه کړي چې پاکستان د ملګرو ملتونو غړی هیواد دی او د ملګرو ملتونو دمنشور پر عملی کولو او منلو باندی مکلف دی .
د ملګرو ملتونو دمنشور ۳۳ ، ۳۴ ، او ۳۵ مادو سره سم که چیرې د سولې او امنیت لپاره ګواښونه یا اندیښنې موجودې وي ، هیوادونه مکلف دي چې له ټولو اسنادو او مدارکو سره یوځای د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته مراجعه وکړي تر څو دغه شورا دخپلو لوړو صلاحیتونو په کارولو سره ، ورته حل لارې پیدا کړي .
که پاکستان داسې اسناد نلري چې ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته یې وړاندې کړي (چې رښتیا هم نلري ) نو باید پر دی هم پوه شي بې ځایه تورونه ، د پاکستان ماتیدونکی نړیوال اعتبار لاهم کمزوری کوی . پاکستاني چارواکي دی پر دی هم پوه شي چې که چیرې پر افغان خاورې تیری وشي ، ټول افغانان په یو صف کې له خپلې خاروی ساتنه او دفاع کوي خو د پاکستان له شرارتونو څخه د هغه هیواد ملت دفاع او ننګه نه کوي . پاکستان په تیرو څلورو لسیزو کې د افغانانو غیرت او میړنتوب لیدلی دی چې شوروي او امریکې ته یې پوځی او سیاسي ماته ورکړي ده پاکستان خو دهغوی په پرتله ډیر کمزوری او ناتوانه هیواد دی چې پخپله د پردو په خیراتونو باندی ژوند تیروي .
ښاغلی انورالحق کاکړ دی د تورونو او ګواښونو پر ځای خپلې اصلې دندې ته پام وکړي چې په یو بې ثباته هیواد کې د ټولټانو لپاره د ۹۰ ورځو چار سمبالی دی .
یو مشهور متل دی چې ( مال دی ساته همسایه دی غل مه نیسه ) پاکستان دی د خپلو اتباعو حقونه یوشان ورکړي اودننه د اغتشا شاتو ریښې په سیاسي او عادلانه ترابیرو سره وچې کړي نه داچې پر ګاونډیانو باندې تورونه پورې کړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button