افغانستانگزارش ها

 یوه روښانه پرتله

د افغانستان  د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په ټول افغانستان کې له ۸ زرو څخه زیاتې جنايي پېښې ثبت شوې دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن یکشنبه په کابل کې په یوې خبري غونډه کې خبریالانو ته ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په کابل کې تر ټولو ډېرې جنايي پېښې شوې دي.په ټول هېواد کې ۸۲۱۰ جرمي او جنايي پېښې ثبت شوي، چې ډیری فاعلین یې نیول شوي او تر څیړنې لاندی دي .

دکورنیو چارو وزارت په وینا  په یادو پېښو کې د وژنې ۹۳۵ پېښې، د شوکمارۍ ۱۱۲ پېښې، د غلاوو دو زره او ۵۰۲ پېښې، د وسله والو غلاوو ۳۶۲ پېښې، د جنسي تېري ۱۸۲ پېښې، د تښتونې ۲۱ پېښې، د توکو د قاچاق ۵۸ پېښې، د وسلو د قاچاق ۵۵ پېښې او د وړو او لویو

جرمونو ۴۲۸۲ نورې پېښې ثبت شوي.

د کورنیو چارو وزارت له دی خبرتیا څخه  ، څو شیان واضحه کیږي:

 لومړی دا چې  دافغانستان اوسنی حکومت  له خلکو څخه حقایق نه پټوي او هر څه چې پیښ شوي دي او یا پیښیږي ، په ښکار او له ټولو جرییاتو سره  ولس ته وړاندی کوی .

مونږ د تیرو حکومتونو تجربې هم لرو چې نه یې غوښټل  حقایق  ولس ته ورسیږی او د پیښو موارد او جزییات یې  محرم ساتل .

خو اسلامي سیاست درښتینولی سیاست دی او رعایاوو ته رښتیا ویل د اسلامی حکومت یوه ځانګړتیا ده . رسول الله (ص) داسی خصلت درلود چې ټول  حقایق یې  خلکو ته ویل .

دوهم داچې دامنیت  او جرمی جرایمو په برخه کې ډیر لوی توپیر رامنځته شوی دی . دامریکې او ناتو دپوځی او سیاسي حضور پر مهال دجنایی جرمونو کچه ډیره لوړه وه . که څه هم چې حکومت خپلو خلکو ته راپورونه نه ورکول خو بیا هم د امریکې او ناتو غړو هیوادونو پورې اړوندو رسنیو ، کله ناکله  حقایق څرګندول  د ساري په توګه د امریکی غږ  ډیوه راډیو یو ریپوټ دلته تاسو ته په انځور کې ښیو چې په یو کال کې له۲۸۰۰۰ جنایی جرمونو پرده پورته کوي .

دتیر حکومت پر مهال  د انسان تښتونې او قتل پیښې ډیرې زیاتې وي . حتی په ۱۵ ورځو کې  یوازی کابل ښار ۲۰۰ انسانان هم د وسلوالو غلو او سړي تښتوونکو له خوا وژل شوې ول .

دجمهوریت په وروستیو کلونو کې  خلک مجبوره شول د طالبانو تحریک نه مرسته وغواړي چې د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې د .ا.ا.ا. مسوولینو په کابل کې اعلان وکړ چې د جنایي جرمونو په مخنیوي کې له خلکو سره مرسته کوي . تحریک هغه مهال اعلان وکړ چې غلو  او شوکمارو ته سخته سزا ورکوي. یاد خبر هماهغه مهال په ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو کې خپور شو.

دریم داچي پخوا د لویو جنایي جرمونو مرتکب کیدونکي ټولو ته ښکاره ول خو حکومت د هغوی به نیولو او محاکمه کولو کې پاتی راغلی وو ځکه چې یاد مجرمین د واک یا سیاسي قدرت شریکان ول خو اوس څوک دچا په حق کې داسې ظلم نه شي کولی چې هم مجرم څرګند وي او هم د خلکو مظلومیت څرګند وي .

جرم په هر ټولنه کې شته خو مهمه دا ده چې مجرمین  قانوني معافیت ونلري . لکه چې د کورنیو چارو وزا رت ویلي دي د مجرمینو ډیری برخه  همدا اوس په عدلي او قضایی ارګانونو کې تر څیړنو لاندی دي .

هغه څه چې د ا.ا.ا. د واکمنۍ پر مهال ډیر لیدل کیږي دا دی چې خلک  د مجرمینو په نیولو کې له امنیتي ارګانونو سره مرسته او ملتیا کوي . دلیل یې دا دي چې امنیتي ارګانونه دهغوی هویت  محرم ساتي او د مجرمینو په نیولو باندی اقدام کوي . دا دامنیتي ارګانونو د بریا او پرمختګ لوی لامل دي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button