افغانستانگزارش ها

یو بل ستر پرمختګ

په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سفارت په رسمي توګه پرانستل شو او مولوي بدرالدین حقاني په رسمي ډول د افغانستان حکومت د سفیر په توګه خپل کار پیل کړ .
په دی اړه دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی حقاني د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د سفارت کارکوونکو ته په رسمي توګه ور وپېژندل شو.
په متحده عربي اماراتو کې د افغانتستان د نوي سفیر منل کیدل په دوه اړخیزو او نړیوالو اړیکو او مناسباتو کې اړیکو کې یو مهم پرمختګ دی.
عربي متحده امارت داسی یو هیواد دی چې د سیاسي ، اقتصادي او ستراتیژیک اهمیت له اړخه دافغانستان بهرنیو اړیکو ته بل رنګ او ځلا ورکولی شي .
په جغرافیایی اړخ کې عربي متحده امارت د عربستان . ایران ، عمان په منځ کئې دمنځني ختیځ د وصل یوه کړۍ ده . دعمان خلیج او فارس خلیج سره تړون ، د یاد هیواد جیو اکانامیک موقعیت لا پیاوړی کوي .
د اوپک غړو هیوادونو په کتار کې د عربي متحده ایالاتونو خاص ځای او دغه راز د خلیج دهمکاریو شورا د موسسینو غړیتوب ، د عربي متحده امارتونو، لوی ستراتیژیک اهیمت دی.
عرپی متحده امارات له لویو قدرتونو او ایتلافونو سره دتاریخ په اوږدو کې مرسته او همکاري کړې ده . عربي متحده امارات په سیمه کې یو بډایه ، ځواکمن او د نړیوالو پراخو اړیکو درلودونکی هیواد دی.
لوی قدرتونه هڅه کوي چې په منځني ختیځ او اسیا کې هره مهمه معامله د یاد هیواد په موافقې او همغږۍ تر سره کړي.
له بلې خوا د عربي متحده اماراتو هیواد هم په هره مهمه مسله کې د لویو هیوادونو له سلا مشورې پرته اقدام نه کوي .
پورتینو مسلو ته په کتو ویلی شو چې په عربي متحده اماراتو کې په رسمي توګه دافغانستان دسفارت پرانستل ، په نړیواله کچه د افغانستان د اړیکو او اعتبار په برخه کې ډیر مهم دی.
بل لور ته دافغانستان د سفارتونو دپرانستلو او رسمي کیدو لړۍ یو ځلې بیا تونده شوه او دافغانستان خلکو ته یې دا هیله بیا تازه کړه چې هیواد یې دنړۍ په کچه دیو واحد ، خپلواک او مساوی الحقوق هیواد په توګه ، خپل حقوق بیرته تر لاسه کوي .
دا دافغانستان د ا.ا. د هغو سیاستونو پایله ده چې په تیرو دوو کلونو کې د هیواد ، سیمې او نړۍ په کچه خپل کړي دي.
دنورو هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا ، ملي حاکمیت او خپلواکۍ ته درناوی او دغه راز په خپلو کورنیو چارو کې چاته د مداخلي اجازه نه ورکول ، هغه څه دي چې په تیرو دوو کلونو کې په اثبات رسیدلي دي .
بل لور ته هغه افغانستان چې نور هیوادونو ته په یو ګواښ او اندیښنې باندی بدل شوی وو، د ا.ا. له راتلو را وروسته د امن په کور باندی بدل شوی دی . نه یوازی افغانستان امن دی بلکې دافغانستان حکومت په نورو هیوادونو کې د سولې د ټینګښت لپاره هم اوچت ګامونه پورته کړي دي .
ټولو هیوادونو سره متوازنې اړیکې او دمتقابلو ګټو په نظر کې نیول ، دافغانستان د سیاست اصل دی او دا اصل په نړۍ کې زمونږ دهیواد حیثیت شیبه په شیبه  لا لوړوي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button