افغانستانگزارش ها

دکډوالۍ نوی کړکیچ او دنړۍ مسوولیت

افغانستان ته له پآکستان او یرانه د راشړل شویو افغانانو کاروانونه روان دی او په تیره بیا پاکستان کې د افغانانو سرمایې او جایدادونه هم غصب شوي دي .دراپورونو پر بنا یوازی د راستنیدونکو افغنانو څلورملیارده ډالره سرما یه او جایداد دپولیسو له خوا ظبط شوی دي او دغه لړۍ لا هم روانه ده دافغانستان حکومت سیمه ییز چارواکي وایی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۶۰ زره افغان کډوال له پاکستانه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.د کډوالو چارو وزارت وایی چې پرون یوازې له تورخم څخه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې زر کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدولې دي. د یاد وزارت په وینا د دفاع وزارت هم د لېږد په دغه لړۍ کې برخه اخیستې ده.دملګرو ملتونو له استازو نیولی تر پخوانیو چارواکو او بشري بنسټونو له خو هم په وار وار غوښټنه وشوه چې پاکستان باید د کډوالو دایستلو روانه لړۍ ودروی خو پاکستاني چارواکي یادو ویناوو او غوښټنو ته هیڅ پالمرنه نه کوي او دکډوالو دایستلو بهیر شیبه په شیبه لا توندوي .پولیس دافغانانو کورونو ته ننوځی او هغوی دماشومانو او ښځو په ګډون له کوره وباسی او هغو کمپونو ته لیږدوي چې نه داوسیدو لپاره څه لري او نه هم د خوراک لپاره.حتی د تیر حکومت مخکني ولسمشر محمد اشرف غني هم د کډوالو پر حالت اندېښنه ښودلې.‌ ښاغلي‌ غني په یوه غږیز پیغام کې ویلي،‌ په دومره لوی شمېر د کډوالو ستنېدل به پر بهرنیو مرستو د طالبانو د حکومت تیکه نور هم ډېره کړي.د عکس سرچینه،MORRAFGهممهاله، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ډانيل اندرېس د افغان د حکومت د کډوالو چارو له سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني سره په کتنه کې د کډوالو اوسنی حالت د اندېښنې وړ بللی او د کډوالۍ د نړیوالې ادارې او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې له استازو سره یو ځای يې په ګډه غونډه کې د دغو کډوالو ستونزو ته د بنسټیزو حل لارو او دايمي سرپناه او کاري فرصتونو برابرولو په اړه خبرې کړې دي.خو پوښټنه دا ده چې ملګري ملتونه او مرستندیویې ټولنې باید په روان وضعیت کې څه وکړي ؟ملګري ملتونه باید په لومړي قدم کې پر پاکستان حکومت باندی عملي فشارونه ډیر کړي تر څو دغه هیواد له ظلم او نارواوو لاس واخلي او افغن کډوالو سره انسانی چلند وکړي .پر پاکستان باندی فشارونه باید څو اړخیز وي . اول داچې پاکستان ته کیدونکی مرستې باید ځای پرځای ودریږي تر څو یاد هیواد خپل غیر انسانی چلند بدل کړي .دوهم دا چې ملګري ملتونه اولوی هیوادونه باید دپاکستان سفیران بیرته هغه هیوادته ولیږي او ترڅو چې انساني چلند نه وی کړي سفیران یې بیرته ونه غواړي.پاکستان باید تر سختو اقتصادي بندیزونو لاندی راشي . هیڅ هیواد دپاکستان تولیدات وانخلي او خپل صادرات هم پاکستان ته ودروي .ملګري ملتونه باید ټولې امداد رسونوکي پروژی دننه افغانستان ته را انتقفال کړي تر څو دلته د راشړل شویو کډوالو لپاره دژوند لومړنۍ اړتیاوی پوره شي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button