افغانستانگزارش ها

پاکستان د کورنۍ او نرېوالې انزوا پر لور

په داسی حال کې چې افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو شمېر ۳۰۰ زرو ته رسېدلی؛ دپاکستان دبهرنیو چارو پخوانی وزیر او د پیپل ګوند مشر بلاول بوټو زرداري کډوالو سره د پاکستان چلند ناسم’بللی
د پاکستان حکومت پرېکړه کړې وه چې په دغه هېواد کې “بې اسنادو” یو اعشاریه ۷ میلیونه افغان کډوال دې د نوومبر تر لومړۍ نېټې ووځي.
پاکستاني چارواکو دا خبر داری هم ورکړی و چې که څوک په دغه موده کې په خپله خوښه ونه وځي، په زور به له دغه هېواد ایستل کېږي.
د خیبر پښتونخوا د قبایلي‌ او کورنیو چارو په یوه تازه خپاره شوي جدول کې لیدل کېږي،‌ چې څه نا څه ۱۵۰۰ افغان کډوال د پولیسو له نیولو وروسته ديپورټ شوي چې لویه برخه یې پښتونخوا کې نیول شوي‌ وو.

بلې خوا ته پاکستاني سوداګروایی د افغانانو په وتلو سره دهغوی اقتصاد خراب شوی
کراچۍ چې د پاکستان تر ټولو غټ سوداګریز مرکز دی، دغلته د دوهم لاس توکو کاروباري سوداګر ګیله من دي چې ورځ تر بلې لوړېدونکې مالیې او په تېره بیا د افغانانو تګ یې کارونه ځپلي دي.
دغه سوداګر له بیلابیلو رسنیو سره په مرکو کې ویلي دي چې افغانان دکلونو په اوږدو کې په پاکستان کې د کار وبار او سوداګرۍ لپاره امکانات برابرکړي ول او په ځینو ځایونو کې د افغانانو لوی لوی مارکیټونه ول چې پاکستاني کارګرو هم پکې کار کاوه.
دغه راز افغانان د لویو لویو پاکستاني پانګوالو سره د تخنیکي او ادري کار کوونکو په توګه کار کاوه چې اوس دهغوی له تلو سره کارونه سخت اغیزمن شوي دي.
له پورتنیو څرګندونو ښکاري چې د پاکستان چار سمبالی حکومت د هغه هیواد د وتلو او نفوذ لرونکو سیاستوالو او دغه راز سوداګرو او عامو خلکو پر خلاف دافغانانو دایستلو تصمیم نیولی دی.
بلاول بوتو زرداري د بینظیر بوتو زوی د پیپلز ګوند مشر دی چې په پاکستان کې د دوو پیاوړو ګوندونو ( مسلم لیګ او پیپل ګوند ) یو مهم غړی دی. یاد ګوندونه په تیرو لسیزو کې څلو څلور ځې پر پاکستان باندی حکومت کړی دی.
د بلاول بوتو زرداري مخلفت په دی مانا دی چې دپی دي ایم ایتلاف هم دافغانانو له ایستلو سره مخالف دی.
د پاکستان د سوداګرو مخالفت یو بل مهم ټکی دی چې د هغو خلکو نارضایتي ښیی چې د پاکستان په اقتصاد کې ډیر مهم رول ادا کوي .
بل لوري ته په کوټه او نورو سیمو کې هم پر افغانانو د ناروا بندیزونو او محدودیتونو پر خلاف پراخې مظاهرې شوي دي .
پښتنو او بلوڅو سیاستوالو وار دمخه دافغانانو له ایستلو سره خپل مخالفت ښودلی دی.
په بهر کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې نه نیولی بیا تر بخښنې نړیوال سازمان پورې ټولو له دی اقدام سره مخالف ښودلی دی.
دی ته په کتو ویلي شو چې پاکستان د نړی د سیاست په ډګر کې دخپل ځان د منزوي کولو تصمیم نیولی دی او په دننه پاکستان کې هم د پوځي جنرالانو دلا منفورلو هوډ یې کړي دي.
بهتره دا ده چې چار سمبالی حکومت د دی پر ځای چې د څو تنو ناپوهو پوځیانو په خوله ، خپل هیواد د انزوا خواته بوزي ، پر خپلو نا روا او غیر منطقي تصمیمونو باندی بیا کتنه وکړي که نه یو وخت به اوبه له ورخه تیرې وي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button