افغانستانمقاله

له ملي بودجې، ملي پروژې

د افغانستان حکومت وايي د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د اوبو یو نوی بند جوړوي.
د کلیو پراختیا وزارت وایی چې ، د عالیقدر مشرتابه د “ځانګړي حکم” له مخې له ایران سره پولې ته څېرمه د نیمروز په خاشرود ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړوي.
د ترسره شویو سروې ګانو له مخې، پر دغه بند دوه میلیارده افغانۍ لګښت راځي او د ۸۰۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا به ولري.
دغه بند د هلمند سیند پر مرستیال خاشرود سیند جوړېږي.
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکو ویلي، په خاشرود ولسوالۍ کې د جوړېدونکي بند لپاره یوه تخنیکي ـ مسلکي کاري ډله جوړه شوې ده.
د چارواکو په وینا دغه بند به ۵۰ مټره لوړوالی سره د ۶۰ میلیون متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا ولري.
د دغه بند په بشپړېدو سره به د نیمروز په ګلستان، دلارام، خاشرود، غوري او چخانسور ولسوالیو کې ۸ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
د تر سره شویو سروې ګانو له مخې ، افغانستان یوکرنیز هیواد دی چې کرنیزې ځمکې یې د ۱۲۰ ملیونو نفوسو لپاره کافي دي خو زمونږ کرنیز حاصلات د افغانستان اوسني نفوس ته چې د ۳۵ ملیونو په شا او خوا کې اټکل کیږی هم کفایت نه کوي . مونږ هر کال په سل هاوو رزه ټنه غنم له بهر نه را واردوو.
د افغانستان د اوبو ظرفیت دومره لوړ دی چې هر کال په لس هاوو ملیونه متر مکعبه اوبه ، بې له استفادې څخه نورو هیوادونو ته ځي .
سره له دومره لوړو ظرفیتونو ، زمونږ کرنیزې ځمکې شاړې پرتې دي او دکورونو د رڼولو لپاره ، له بهر څخه بریښنا را واردوو. هر کله چې دبریښنا صادروونکی هیواد وغواړي، پر مونږ باندی بریښنا بندیږي او هر کله چې کوم ګاوندي هیواد وغواړي زمونږ د وارداتي غنمو لار هم بندیږي .
د دی ټولو ستونزو بنیادي لامل دادی چې مونږ له خپلو منابعو او امکاناتو څخه هیڅ دول استفاده نه ده کړي بلکې د خپلو امکاناتو پر ځای له پردو امکاناتو استفاده کړې او دلنډ مهالو حل لارو په لټه کې شوي یو.
په افغانستان کې د سردار محمد داوود خان د واکمنۍ له وخته چې د بریښڼا بندونو د جوړولو خیره کیږي ، د اشرف غني حکومت تر ړنګیدا پورې یو بند هم جوړ نه شو ځکه چې نه خارجیانو نه غوښتل چې زمونږ خپلې منابع په کار ولویږي او نه هم حکومتونو دا صلاحیت درلود چې تصمیم ونیسی او عملي يې کړي .
دبخش اباد بند هم هله جوړ شو چې اسلامی امارت واک ته ورسید او په ځپله اراده ېې دبند جوړولو هڅه وکړه .
اوس هم د ا.ا.ا. تصمیم نیولی دی چې دنیمروز ولایت په خاشرود ولسوالۍ کې د اوبو بند جوړ کړي . بې له شکه چې دغه بند به انشا الله جوړیږي او هلته زمونږ د سل هاوو زره هیواد والو د اوبو او برښنا مسلې حل کیږي .
نورو حکومتونو دملیاردونو ډالرو بهرنیو مرستو سره سره بیا هم ونه توانیدل چې داسې یوه ملي پروژه پیل کړي خو د افغانستان اسلامی امارت له خپلې بودجې څخه د داسې یو بند د جوړولو اراده کوي .
دا په دی مانا ده چې اوسنی نظام د افغانستان د خلکو دستونزو داساسي حل په لټه کې دی او داسې پلانونه تر لاس لاندی لري چې افغانستان د تل لپاره د پردیو له احتیاجه ووځي او د ځان بسیاینې پر لور روان شي .
دلیل یې دا دی چې د ا.ا.ا. په بنیادي توګه دافغانستان د اقتصادي ستونزو حل غواړي خو نورو حکومتونو نه غوښتل او یا د خپلواکۍ نه لرلو په وجه نشوای کولی چې داسی یو تصمیم ونیسي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button