افغانستانمقاله

د ناوړو دسیسو او غلطو تورونو دوام

د افغانستان حکومت او پاکستان تر منځ د لفظِ شخئو او اختلافاتو په دوام، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ادعا کړې چې افغان خاوره د پاکستان خلاف کارېږي. دیاد هیواد دبهرنیو چارو وزارت ادعا کړې چې د پاکستان ضد وسله وال په افغانستان کې خوندي ځایونه لري. پاکستان دغه راز ادعا لرئي چې د دوی ضد وسله والو په اړه چې په وینا یې په افغانستان کې دي، جدي اندیښنه لري ځکه د هغې په ټکو د دوی بریدونه پاکستان زیانمنوي او خلکو ته مرګژوبله اړوي. نوموړي همداراز وویل له بیا بیا غوښتنو سره مونږ له افغان لوري هسې پایله نه ده لیدلې چې مو یې تمه لرله. د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، پر افغان لوري به تر هغې خپل فشار او ورسره خبرې اترې کوي چې اغېزناک چلند وویني. پر افغانستان باندی د پاکستاني چارواکو ناسم تورونه له تیرو دوو کلونو رادیخوا دوام لري . هغه مهال چې دافغانستان حکومت د ښه نیت له مخې هڅه وکړه تر څو په ګاونډي هیواد پاکستان کې د سولې د ټینګښت لپاره لاس په کار شي او دواړه لورې ( دپاکستان حکومت او د هغه هیواد د طالباتو تحریک ) دخبرو اترو میز ته کښینوي ، پاکستان حکومت داسې تمه لرله چې افغان حکومت د هغوې هره غوښتنه پر مقابل لوري باندې ومني یعنی دپاکستان دطالبانو تحریک دی ته واداره کړي چې د حکومت هرې غوښتنې ته غاړ کیږدي . افغان حکومت خپلې ټولې هڅې وکړې چې دواړه لوري، یو تعامل او توافق ته سره ورسیږي خو له بده مرغه چې د دواړو لوریو غوښتنې سره یو شان نه وې . وضعیت داسې وو چې باید هر یو لوری له انعطاف څخه کار اخیستی وای تر څو یوې جوړې ته د رسیدو لاره اوراه شوی وای . خو له بده مرغه چې دواړه لوري خصوصا د پاکستان حکومت ، هیڅ دول انعطاف ته حاضر نه شو ځکه خبرې بې پایلې پاتې شوې او ټینګ شوی اور بند ډیر ژر مات شو. دا د پاکستان حکومت او د هغه هیواد د طالبانو تحریک مسوولیت و چې باید د اوریند غځیدو او خبرو د دوام زمینه یې برابره کړې وای . خو له افغانستانه د پاکستان حکومت غوښټنې ديرې لوړې او غیر منطقي دي . په خاصه توګه اوس چې یو شمیر بې تجربې او خام سیاستوال د لنډ مهال حکوت تر پوښښ لاندی د واکدارۍ تمثیلونه کوي ، له افغانستان څخه غواړي چې دهغوی دښمنان وځپي او له منځه یې یوسي . دهغه هیواد پوځ چې د لنډ منهال حکومت تر شا ټول سیاسي واک په لاس کې لري ، غواړي دخپلې ناکامۍ پړه پر افغان حکومت واچوي . دوی داسې تفسیرونه وړاندی کوي چې دافغانستان حکومت د پاکستاني طالبانو ننګه کوي خو نه سند وړاندی کولی شي او نه هم قانع کوونکی دلیل . دوی دومره پام هم نه کوي چې دپاکستان بی ثباتي او نا امني ، نه یوازی دافغانستان لپاره کومه ګټه نلري بلکې دافغانستان امنیت او اقتصاد ته په نیغه توګه زیان اړوي . په سرحدی سیمو کې نا امني او د وسلوالو ډلو موجودیت پخپله یو لوی ګواښ او چلنح دی چې افغانستان مجبوره کیږي د امنیت دساتلو لپاره دخپلو امنیتی قوتونو یوه مهمه برخه هلته توظیف کړي . له بله پلوه دافغانستان او پاکستان مهمې ترانزیتي لارې له سرحدی سیمو څخه تیریږي او هلته نا امنۍ ، دافغانستان اقتصاد ته زیان رسوي . که چیرې پاکستان د سیاسي فشارونو د واردولو لپاره داسې ادعاوې کوي نو د تیرو دوو کلونو تجربې باید ورته په ډاګه کړې وي چې افغانستان هغه افغانستان نه دی چې د پښو له دربارو وویریږي . ښه خبره دا ده چې پاکستان د تورونو او دسیسو سیاست پریږدي او له افغان حکومت سره په شریکه ، د شریکو اندیښو پر سره خبرې اترې پیل کړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button