افغانستانمقاله

منظور پښتون ولی نیول شوی؟

محمد بشیر هاتف
دپښتنو د تحفظ یا پښتون ژغورنې غورخنګ مشر منظور پښتون وروسته تر هغې چې پر کاروان یې له برید څخه روغ پاتی شو ، دپاکستاني پولیسو له خوا ونیل شو..
د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان وایي، ډزې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا شوي چې د منظور پښتین یو همکار او یوه لاروۍ میرمن په کې ټپي شوې ده.
تر نیول کیدو وړاندی پخپله منظور پښتین په ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې پولیسو د هغه د نیولو لپاره د غورځنګ پر احتجاجي کاروان برید وکړ.

په دی ليکنه کې زياته شوې، چې بريد هغه مهال رامنځته شو، چې دپښټون ژغورنې مشرغوښتل د بې درکو بلوڅانو په پرلت کې د کډون لپاره د چمن څخه تربت ته لاړ شي، چې په لار کې یې لومړی پاکستاني پوځیانو پر موټر ډزې کړي او وروسته یې هغه نیولی دی.
که څه هم چې پاکستاني چارواکي د منظور پښتون دنیول کیدو لامل په بلوچستان کې د پښتنو په غونډه کې د هغه څرګندونې ښيي چې اصلي خبره دا نه ده .
منظور پښتون د بلوڅانو هغې پرلت ته روان وو چې د بې درکو بلوڅانو دنه موندل کیدو په اعتراض په تربت کې روان دی.
کله په ۱۹۴۷ کې پاکستان رامنځته شو او ورسره پښتانه او بلوڅان په محرومیت کې وساتل شول ، د دی دواړو محرومو قومونو مبارزې د خود ارادیت لپاره پیل شوې خو د پښتنو مبارزه د عدم تشدد په اډانه کې د فخر افغان خان عبدالغفار خان تر مشرۍ لاندې دوام وکړاو د بلوڅانو مبارزه وسلوال اړخ هم لاره . د بلوڅو یو شمیر مشرانو هم په پیل کې د سیاسي مبارزې لاره خپله کړه خو د وخت په تیریدو او د پاکستاني واکمنانو په پیژندلو سره ، هغوی هم د بلوڅ ملتپالو پوځي مبارزې سره همغږي وکړه چې سردار عطا الله خان مینګل د بیلګې په توګه یادولای شو . نوموړی بلوڅ مشر او سیاستوال د بلوچستان د اعلی وزیر په توګه هم دنده ترسره کړه خو بیا هم د بلوڅانو له وسلوالې مبارزې ملاتړ وکړځکه چې د پاکستان د پوځ سیاست ورته ښه څرګند شو.
دیخوا پښتانه مشران بیا په عدم تشدد پورې محدود پاتې شول او یوازې سیاسي سوله ییزه مبارزه یې خپله کړه . دپښتنو او بلوڅو مبارزه دپورتني دلیل په وجه متحده نه شوه .
ډیری پښتانه او بلوڅ مشران له پیله په دی باور ول چې د پښتنو او بلوڅو شریکه او یا همغږې مبارزه په ډیر زر رنګ رواړي خو د مبارزې تګلاره یوه لویه خلا وه چې د دواړو محرومو ملتونو دشریکې مبارزې مخه یې نیولې ده .
منظور پښتون داسې سیاستوال دی چې تر ډیره بریده په خاموشۍ کې ځینې روایتونه نوي کړي دي او دا وړتیا لري چې نور بدلونونه هم د مبارزې په ډګر کې رامنځته کړي .
منظور پښټون د محصلۍ پر مهال ډیر ژر وتوانید چې د محصلینو پاملرنه ځانته را جلب او د قبایلي محصلینو د مشر په توګه وټاکل شي . منظور هغه مهال د پښتنو ځوانانو پاملرنه دی مسلې ته اړوله چې ایا ژوند همداسې وي، لکه زموږ د قبایلي سیمې پښتانه چې يې تېروي ؟ منظور چې په ۲۰۱۴ کال کې د مسید ژغونې په نامه کوم حرکت پیل کړ دا یو محدود او لنډ مهالی حرکت بلل کیده خو ورو ورو په پښتون ژغورنې غورځنګ باندی بدل شو. داکار د نورو پښتنو ګوندونو او مشرانو لپاره یو چلنج بلل کیده خو منظور ډیر زر وشو کړای چې د پخوانو مشرانو او ګوندونو قناعت او ملاتړ هم ترلاسه کړي .
اوس منظور غواړي وروستی ګوذار هم وکړي او د پښتنو او بلوڅو تر منځ فاصلې له منځه یوسي .
منظورپښتون د بلوڅانو پرلت ته روان و تر څو د هغوی په غم کې هم د پښتنو د شریکیدو پیغام ورکړي . منظور د شریک درد داظهار لپاره تربت ته روان و . دپښټون ژغورنې غوځنګ مشر غوښټل د بلوڅ ژغورنې په پرلت کې شریک شي او دا وښیی چې د پښتنو او بلوڅو درد ، شریک درد دی.
منظور په دی توګه غواړي چې یو بل لوی ګام پورته کړي او په خاموشۍ سره دپښټنو او بلوڅو د لا نږدې کولو له لارې ، د خپلواکۍ روانه مبارزه لا پسې پیاوړې کړي . ځکه خو د پوځ او استخباراتو په زړه کې بله لویه ویره پیدا شوه او د منظورد وژلو هڅه یې وکړه خو کله چې له بریده روغ پاتی شو ، ویې نیو او بندي یې کړ. پاکستان په دی باندی ښه پوهیږي چې د پښتنو او بلوڅو یو موټي کیدل ، داسی یو طوفان دی چې هیڅ څوکی یې مخه نه شي نیولی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

همچنان بخوانید
Close
Back to top button