افغانستانگزارش ها

دچارسمبالي وزیر ماشومانه څرګندونې

د پاکستان په سرپرست حکومت کې د بلوچستان ایالتي ادارې د اطلاعاتو وزیر جان محمد اڅکزي خبرداری ورکړی چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت په یو اړخیزه توګه په کونړ سیند د بند جوړولو تکل وکړي، پاکستان به دا ګام له دوی سره د «دښمنۍ» په مانا وبولي.اڅکزي په خپله اېکس پاڼه یوه اوږده لیکنه کې دا هم ویلي چې د طالبانو حکومت د دغه بند جوړولو لپاره له یوې هندۍ کمپنۍ سره په خبرو بوخت دی.د اڅکزي په ټکو کنړ سیند چې د “چترال سیند” په نامه هم یادېږي، پاکستانۍ اوبه پکې بهېږي، چې د پاکستان له شمال لویدیځ څخه افغانستان ته ننوځي.نوموړي د طالبانو حکومت په شمال کې د قوش تپې کانال له امله هم په یو ډول پړ بللی چې ګواکي د امو سیند ډېرو اوبو په راګرځولو سره یې شمالي ګاونډیان ترکمنستان او اوزبکستان په غوسه او اندېښمن کړي دي.د پاکستاني چار سمبالي وزیر دغه لیکنه په وضاحت سره څرګندوی چې د پاکستان لنډ مهالی حکومت پر افغانستان باندی د فشارونو د زیاتولو په لټه کې دی ځکه چې د ازبکستان هیواد په استازیتوب هم غږیږي او یوه پوڅه او بی مانا انتقاد دهغوی له ادرسه هم کوی حال داچې اڅکزی د بلوچستان هیواد د اطلاعاتو او کلتور چار سمبالی وزیر دی .تر هغه ځایه چې د کنړ سیند پورې اړه لري دا دافغانستان اوبه دي او د افغانستان دځینو نورو سیندونو په څیر له هیواده بهر هم بهیږي . د یاد سیند په اړه دافغانستان او پاکستان تر منځ هیڅ داسې تړون او لوظنامه نشته چې د دواړو هیوادونو کوم مکلفیت پکې څرګند شوی وي . دیاد سیند اوبه د کلونو او لسیزو په اوږدو کې بې له کومې استفادې ، پاکستان ته بهیدلې دي او افغانستان هیڅ ډول ادعا هم نه ده کړې خو چار سمبالی وزیر پر دی مسلې باندی هیڅ دول بحث نه کوي چې د کوم تړون یا کوم قانون له مخې دوي افغانستان ته له خپلو اوبو د استفادې اجازه نه ورکوي ؟چار سمبالی وزیر چې پر پجه ختلی او کشمیر یې لیدلی دی ، ولی پر دی مسلې باندی نه تم کیږي چې پاکستان د لسیزو په اوږدو کې د کنړ سیند ټولې اوبه په یو اړخیز ډول استعمالې کړي دي ؟ایا چار سمبالی وزیر دنړیوالو اوبو په برخه کې د هغه هیواد د صلاحیتونو په اړه معلومات لري چې اوبه تری سر چینه اخلی او بیا بل هیواد ته بهیږي ؟ایا چارسمبالی وزیر په دی باندی پوهیږي چې د بلوچستان د اطلاعاتو او کتلور دری میاشتنی چار سمبلی دی چیرته چې د کونړ سیند او به هیڅکه هم نه ځي ؟دغه چار سمبالی صاحب پر دی باندی پوهیږي چې هم د افغانستان او هم د ازبکستان په کورنیو چارو کې بیځایه لاسوهنه او مداخله کوي؟دکونړ سیند پر سر د اوبو بند جوړول دافغانستان خپل صلاحیت دی او هر چا سره چې په ښه شرایط دبند په جوړولو کې همکاري وکړي ، قرار داد کولی شي بې له دی شرطه چې کوم هیواد پورې مربوطه کمپنۍ ده .داچې پاکستان له خوا د کډوالو دایستلو فشارونه هم بې پایلې شول ځکه چې افغان حکومت ورته پوره پوره تدابیر او چمتو والی ونیو ، اوس بله پلمه لټوي او دکونړ سیند بهانه را وړاندې کوي .تر هغه ځایه چې د زور او جګړې دګواښ خبره ده ، ټوله دنیا په دی باندی پوهیږي چې پاکستان په داسې یو موقف کې نه دی له افغانستان سره دجګړې کولو وړتیا ولري او نه هم چار سمبالی حکومت دومره صاحیت لري چې پر افغانستان د برید کولو امر وکړي . بل لوری ته افغانستان او د افغانستان پوځ او وسله وال ځواکونه هغه مجاهدین چې ناتو او امریکې ته یې ماته ورکړي ده پاکستان خو دهغوی په پرتله یو ډیر کمزوری هیواد دی .ښه خبره دا ده چې اول خو چار سمبالي ویز صاحبان خپلو دندو ، واکونو او مسوولیتونو ته متوجه شي او په دوهم قدم کې که چیرې پاکستان غواړي په دی اړه کومه طرحه یا پروژه وړاندی کړي نو دافغانستان حکومت سره د خبرو په میز کې کښینې او مسلې ته دپلوماتیکه حل لاره ولتوي نه داچې بې مانا او بې مسوولیته څرګندونې وکړي

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button