افغانستانمقاله

یو بل بیساری عدالت او پرمختګ

د افغانستان د.ا.ا. د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون اعلان کړی دی چې په کابل او نورو ولایتونو کې یې دوه میلیونه جریبه غصب شوې ځمکه مشخصه او ثبت کړې ده.
افغانستان د عدلیې وزارت ویاند حافظ برکت الله رسولي چې په عین وخت کې دځمکو دغصب د مخنیوي کمسیون ویاند هم دی وایی چې د غصب شویو ځمکو څخه یې ۱.۵ میلیونه جریبه ځمکه بېرته را ګرځولې ده.
دافغانستان د عدلیې وزارت چار واکي وایی چې د یادو ځمکو غاصبین تر ډیره بریده پخواني زور واکي دي .
یاد وزارت وایي چې په ټول هیواد کې د غصب شویو ځمکو د پیژندنې بهیر روان دی.
په دافغانستان کې د ځمکو دغصب لړۍ له لسیزو رادیخوا روانه وه او حکومتي او غیر حکومتی زور واکو پخپل وار د کمزورو خلکو او دغه راز د حکومت ځمکې یې غصبولې .
دځمکو غاصبین اکثره یا حکومتي لوړ رتبه مامورین ول او یا هم هغه زور واکي چې په کابینه ، پارلمان او نورو ارګانونو کې یې کمیشن کاران او شریکا ن لرل .
په تیرو کلونو کې او په خاصه توګه د جمهوریت په کلونو کې چې حکومت ډیر کمزوری او پردو پورې تړلی حکومت وو، دغاصبینو په اړه یې پریکړه نه شوای کولای. سره له دی چې غصب شوي موارد ورته په ډاګه ول خو بیا هم د قانون له پلي کولو عاجز پاتی و.
د دی کار یو لوی لامل دا و چې خارجیانو پخپله دځمکو په غصب کې رول درلود.
دځینو غاصبینو تر شا خارجیان ولاړ ول او د حکومت خوله یې ورتړلې وه .
په حکومت کې کورني اختلافات او د واک ویش یو بل لامل و چې له غاصبینو سره د هر راز محاسبې مخه یې نیولې وه .
په دولتي قدرت کې شریکو ډلو هڅه کوله چې خپل د ټیم غاصبین ، غله او چپاولګر له هر راز محاکمې او محاسبې وژغوري . د دی کار پایله دا وه چې جمهور رییس نشوای کولای د اجرایی رییس د ټیم غاصبین محاکمه کړي او اجرایی رییس نشوای کولای چې د جمهور رییس د ټیم کوم غاصب محاکمه کړي .
کله چې داکټر اشرف غنی واک ته ورسید ، د کابل بانک او عینو مینې د دوسیو دبیا څیړنې حکم یې ورکړ خو په دی ونه توانید چې دغه لړۍ سره ته ورسوي .
اوس چې په ټول افغانستان کې یو مرکزی او ځواکمن حکومت حاکم دی ، د یو کمسیون له لارې دوه ملیونه جریبه غصب شوې ځمکه پیژندل شوې او یو اعشاریه پنځه ملیونه یې بیرته را ګر ځول شوې ده چې د افغانستان په تاریخ کې یو بیساری اقدام دی. دغه راز د نورو ځمکو د تثبیت بهیر او د تثبیت شویو ځمکو د بیرته را ګرځولو بهیر هم دوام لري .
دا په دافغانستان کې د امنیت ډئټینګولو په څیر داسې یو بدلون دی چې په تاریخ کې ساری نلري .
دی سره دافغانستان د خلکو هیلې بیرته ژوندۍ شوي دي چې یوه ورځ به په ټول هیواد کې د غاصبینو لاس لنډ وي او خلک په ارامه ساه واخلي

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button