جهانمقاله

د دوحې ناستې پر ناکامۍ

د دوحې ناستې پر ناکامۍ

                      د انتونیو ګوتریش اعتراف

                                                    ګرم څوک دی؟

‌دهغې دوه ورځني غوندې په پای کې چې د قطر پلازمینه دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه ، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش خبریالانو ته وویل:( که طالبانو په دغه ناسته کې ګډون کړی وای، لا به ښه وای).‌

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپلو خبرو کې وویل ، په دوه ورځینو بحثونو کې ګډونوال پر دې یوه خوله وو چې “افغانستان کې سوله غواړي، داسې سوله چې له ځان او نورو سره ارام ژوند وکړي، افغانستان په بشپړ‌ ډول له سیاسي‌ او اقتصادي‌ پلوه په نړیواله ټولنه کې ورګډ شي.”

دملګرو ملتونو سرمنشی پر نړیوالو مرستو هم وغږید او ټینګار یې وکړ چې مرستې باید په دغه هېواد کې په اغېزمن او اوږد مهال ډول ورسېږي.‌

هغه زیاته کړه چې افغانستان لپاره د اوسني حکومت سره د اړیکو لپاره کمېټه جوړوي چې د افغانستان ګاونډي او ځینې نورو هېوادونه به یې برخه وي.‌

انتونی ګوتریش د افغانستان حکومت داستازو نه ګډون په برخه کې وویل  هغوی داسی غوښټنې لرلې چې د منلو نه وې.

خو دافغانستان لوري غوښټنې څه وې؟

په دوحه کې د حکومت سفیر ډاکټر نعیم دا غوښټنې په ډاګه کړې وې چې : له افغانستانه په دغه کنفرانس کې یوازې د حکومت استازو ګډون او د ملګرو ملتونو له سرمنشي‌ سره مخامخ خبرې د دوی دوه مهم شرطونه وو.‌

اوس قضاوت تاسو ته پریږدو . دملګرو ملتونو په نوښټ او دشلو هیوادونو په ګدون یوه نړیواله غوڼده جوړیږی تر څو دافغانستان له حکومت سره د نړۍ د ښه تعامل پر لارو چارو باندی خبرې وشي د دوی په وینا افغانستان په سیاسي او اقتصادي لحاط نړیوالې ټولنې ته ورګډ شي خو یو فراری ځوان خبریال ، یو فراری بې تجربې د طب ډاکټر او دوې فراري میرمنې ورته غوښتل کیږی تر څو د قضیې دیو اړخ په توګه د افغانستان له حکومت سره سیال وګڼل شي او دافغانستان په اړه خبرې وکړي.

ایا دا د حکومت شان ته سپکاوی نه وو که چیرې د افغانستان حکومت صلاحیت لرونکی استازی پکښې ګډون کړی وای ؟

ملت دننه افغانستان کې ژوند کوي  هغه حکومت چې نړۍ غواړي ورسره رغنده تعامل ولري دننه افغانستان کې واکمن دی  خو دافغانستان له ادرسه  بل هیواد ته پناه وړي او تابعت اخیستي خلک ور دعوتیږي .

هغه څیرې چې له بهر څخه په فرمایشي  توګه دی غونډې ته بې له کوم میکانیزم تللی وو  ټول د نورو هیوادونو اتباع دی ځکه چې نشنلتي یې بدله کړې او د نورو هیوادونو تابعت یې تر لاسه کړی دی . داسې خلک څنګه دافغانستان استازی کیدلای شي؟ ایا دوی له افغان حکومت سره د نړۍ اړیکې جوړولای شي ؟ او یا د افغانستان د حکومت پر ځای د نړۍ سپارښتنې عملي کولای شي؟

بله مسله دا چې په دوحه کې د شلو ګډون کوونکو هیوادونو له ادرسه څوتنه فراری ځوانان وربلل شوی وو ؟ ایا د یادو شلو هیوادونو استازیتوب د هغوې حکومتونو کاوه  که فراري او نورو هیوادونو ته پناه وړي خلک ؟

دافغانستان په هکله ولی داسی متمایز دریځ غوره کیږي؟ دا یوازې د اوسنیو چارواکو مسله نه ده بلکې د افغانستان دنړیوال حیثیت مسله ده چې ولی ورته په توپیري او تبعیضي  سترګه کتل کیږی ؟

که چیرې ملګري ملتونه  افغانستان ته دیو حکومت په سترګه نه ګوري  نو ولې په داسې یوه غونډه کې ور دعوتوي چې دشلو هیوادونو استازي او د ملګرو ملتونو سرمنشي پکې برخه لري  خو که  چیرې د یو حکومت په سترګه ورته ګوری ( لکه چې د حکومت ټولې ځانګړنې هم لري ) بیا ولې دافغانستان له ادرسه ټول بلل شوي استازي د حکومت په مشورې نه دعوتوي  ځکه چې یې مشروع حق دی؟

بله مسله دا چې د افغانستان حکومت  په رسمي توګه د دوحې غونډې ته د ملګرو ملتونو له خوا بلل کیږي خو سرمنشيٍ سره د ځانګړې ناستې او خبرو موقع نه ورکول کیږی . که چیرې د  رسمیت خبره وي خو د ملګرو ملتونو له خوا رسمي بلنه د رسمیت له پاره کافي ده او که د افغانستان حکومت له دلایلو او منطق څخه تیښته وي نو تر څو پورې به ملګري ملتونه له نیغو خبرو او بحثونو  څخه تیښټی؟

داچې د دوحې ناسته بې له کوم پریکړه لیک پای ته رسی او ښاغلی ګوتریش وایی چې زمونږ مشورې به دوام ولري او په راتلوکي کې به له تغیراتو سره دغه بهیر ته په دی هیله دوام ورکړي چې دافغانستان حکومت هم پکښې برخه ولري ، دا حقیقت جوتوي چې غونډه ناکامه وه او د ناکامۍ لامل یې هم دهغو مشروعو او ساده شرایطو نه منل وو چې دافغانستان حکومت له خوا وړاندی وو . په دی مانا چې د غونډې د ناکامیدو لامل افغان حکومت نه بلکې هغه کړۍ دي چې نه یې غوښتل دافغانستان حکومت د نورو هیوادونو په څیر دیو مساوی الحقوق اړخ  په توګه ګډون ولري .

په دی هیله چې ملګري ملتونه له دی ماتې نه پوره عبرت واخلي او په راتلونکي کې داسې تیر وتنې تکرارې نکړي چې د مسایلو د حل پرځای  لا پیچلتیاوې رامنځته کوي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button