افغانستانجهانمقاله

د دوست په جامو کې دښمني دپاکستان وروستیو بریدونو ته یوه کتنه

د اپرېل په ۱۶مه نېټه د پاکستان هوايي ځواکونو ډيورنډ کرښې ته څېرمه د وزیرستاني مهاجرینو پر پنډغالو او کونړ بمباري وکړه. په دې بمباري کې لسګونه ملکی وګړي چې ديری یې ښښځې او ماشومان دی شهیدان شوي دي .

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د یادو بریدونو د توجیه لپاره ویلي دي چې ترهګر دافغانستان خاوره د پاکستان پر خلاف استعمالوی او ترهګریزو بریدونو پاکستان ته زیانونه اړولي دي .

پاکستان داسی ادعا کړې ده چې افغان حکومت د پاکستان مخالفو ډلو د کنترول توان نلری ځکه دوی پرې هوایی بریدونه کړي دي .

تردی پیښې وروسته د پاکستانی پوځ ځمکنیو ځواکونو د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د درنې توپخانې ډزې پیل کړي دي چې وضعیت لا عادی نه دی.

دیادو هوایی او ځمکنیو بریدو په اړه لاندې موارد دیادونې وړدي :

ـ په یادو بریدونو کې څوک وژل شوي دي ؟

ـ پاکستاني لوری څه ادعا لري؟

ـ نړیوال قوانین څه وایی ؟

ـ داسې اقدامات څه ډول پایلی رامنځته کولی شي؟

ـ داچې په یادو بریدونو کې څوک وژل شوي دي ټولو کورنیو او بهرنیو رسنیو او منابعو ته روښانه ده چې ښځې او ماشومان پکې وژل شوي دي هیڅ داسې ثبوت نشته چې د ملکې خلکو نه پرته نور څوک پکې وژل شوی وی.په دی توګه دغه بریدونه یوازی جنګي جنیاتونه دی چې ترسره شوي دي. دجګړې نړیوال قواعد چې د ملګرو ملتونو ُ دبشر حقونو نړیوال سازمان او ټولو نړیوالو بنسټونو او هیوادونو له خوا منل شوی دي ، صراحت لري چې د غیر ملکی خلکو وژل او پر هستوګنو سیمو باندی برید ، جنګی جنایت دی .

ـ پاکستاني لوری دیوې خبرتیا په ترڅ کې ادعا کړې ده چې دعباالله شاه په نامه خپل یو وسلوال مخالف په نښه کړی دی خو ټول په دی باندی پوهیږي چې نوموړی شخص په افغانستان کی حضور نلری بلکې د پاکستان د طالبانو تحریک دهغه تازه ویدیو خپره کړې ده چې هغه لا ژوندی دی او په پاکستان کې اوسیږي.

عبدالله شاه پخپله غږیږي او وایی چې رما د وژلو خبره ناسمه ده زه ژوندی یم ږپاکستان صرف دخپل ناروا برید او جنګی جنیات د توجیه لپاره داسې یوه ادعا کړې ده خو ثابته شوه چې هغه ادعا ناسمه ده . خپره شوې ویډیو ښیي چې عبدالله شاه نه وژل شوی او نه هم دافغانستان په خاوره کې اوسیږی خو پاکستان دنوموړي شخص د وژلو په موخه پر دوو سیمو چې دوو بیلا بیلو ولایتونوکې واقع دي ، بریدونه کړي دی.

ـ نړیوال قوانین او دملګرو ملتونو منشور په دی برخه کې پوره صراحت لري چې هیڅ هیواد نه شی کولی د بل هیواد پر خاورې باندی برید وکړی .

دملګرو ملتونو د منشور په څلورمه ماده کې راغلي دي چې:

(ټول غړي هېوادونه به په خپلو نړیوالو اړیکو کې د زور له کارونې، تهدید او همدارنګه د هېوادونو د سیاسي خپلواکۍ یا ځمکنۍ بشپړتیا ته له ګواښ پېښولو یا له هرې هغې کړنې چې د ملګرو ملتونو له موخو سره په ټکر کې وي، ډډه کوي)

دملګرو ملتونو منشور یوازی د ځانی دفاع حق په هغو حالاتو کې ورکوي چې یو هیواد دبل هیواد له خوا تر برید لاندی راشی هغه هم په دی شرط چې تر برید لاندی راغلی هیواد باید زر تر زره ملګرو ملتونو ته دپیښې اطلاع ورکړی .

کله چې د پاکستان په بالاکوټ او اوري کې جیش محمد خلاف د هند له خوا بریدونه تر سره شول ، د پاکستان هیواد دغه عمل نامشروع او د نړیوالو قوانینو پر خلاف اوجنګی جنایت بللی وو خو اوس خپل جنګی جنیات ته بل ډول توجیه پیدا کوي .

ـ داچې دپاکستان حکومت وایی افغانستان د پاکستان مخالفینو په ځپلو کې پاتی راغلی دی او یا هم روز یې نلري ، یوه بله دخندا وړ خبره ده چې له دوو اړخونو باید وڅیړل شي :

لومړی داچې افغانستان دنړیوالو قوانیو له مخې د پاکستان دمخالفینو دځپلو مکلفیت نه لری بلکی خپله خاوره د ناسمو استفادو لپاره باید چاته ورنکړي چی داکار شوی دی او ټوله دنیا پردی باندی متفقه ده چې دافغانستان خاوره په تیرو دونیمو کلونو کې د چا پر خلاف نه ده استعمال شوې.

دوهمه خبره دا چې که چیری د پاکستان دغه ناسمه ادعا ومنو چی ګنی افغان حکومت د هغوی دمخالفینو دځبلو توان نلری بیا خپلو بریدونو ته څه ډول توحیه پیدا کوي ؟ ایا دافغانستان ګناه دا ده چې زور یې ستا پر مخاف نه رسیږي ځکه باید پری بمباری وشي؟

+ داچې دا ډول جنایتونه او تیري څه پایلې لرلای شي یوه ښکاره خبره ده چې د اسلامی امارت ځواکونه مجبوریږي مشوع دفاع باندې لاس پورې کړي او دا کار د دواړو هیوادونو په زیان دی .

د دی په څوا کې پاکستان چې تی تي پی سره پر مقابلې حیران پاتی دی څنګه کولی شي داسی یو قوت سره مخامخ شي چې نړیوال زبرځواکونه او نړیوال ایتلافونو ته یې ماته ورکړې ده ؟

هیله ده د پاکستان چاواکي بیداره شي او سیمه له یو بل کړکیچ سره مخامخه نکړي

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button