افغانستانگزارش ها

لغمان په هغو ولایتونو کې ګڼل کېږي، چې وروستیو سیلابونو په کې پراخ زیانونه واړول.

د پېښځپلو لاسنیوی او ډاډ ورکول د افغاني سرې میاشتې په لومړیتوبونو کې ګڼل کېږي. په همدې موخه د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د یو پلاوي په ملتیا نن د صفرالمظفر پر لومړۍ لغمان ولایت ته سفر وکړ.نوموړي لومړی په لغمان ولایت کې د افغاني سرې میاشتې نمایندګۍ ته ولاړ، چې د رضاکارانو له لوري یې تود هرکلی وشو. ورپسې ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص د لغمان ولایت له قومي مشرانو سره لیدنه وکړه او شته ستونزې یې واورېدې. نوموړي قومي مشرانو ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل “د اړمنو لاسنیوی او مرسته زمونږ او ستاسې ګډ مسؤلیت دی”.په دغه سفر کې افغانستان کې د ترکیې د سرې میاشتې مشر ښاغلي فرید ضیاء هم د افغاني سرې میاشتې د سرپرست عمومي رییس ښاغلي مولوي مطیع الحق خالص ملتیا کوله.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button