افغانستانگزارش ها

دخلیفه صاحب د څو ټکو تفسیر

دافغانستان دکورنیو چارو وزیر خلیفه صاحب سراج الدین حقانی د عربی اماراتو له هغه لوړ رتبه پلاوي سره په کتنه کې چې دیو رسمي سفر په ترڅ کې کابل راغلی دی،ویلي دي چې افغانستان ټولې دنیا سره ښې اړیکې غواړي خو دنیا باید افغانستان افغانستان سره دوه مخیزي لوبې ونکړي .دکورنیو چارو وزیر زیاته کړې ده چې افغانستان دنړۍ یوه ستراتیژیکه کتله ده او هیرول یې هم افغانستان او هم دنیا ته ښې پایلې نلري.دافغانستان تاریخي ځای او اهمیت ته په کتو ، دامسله ثابته ده چې هیڅ یو زبر ځواک لکه چې نه دی توانیدلی افغانستان اشغال کړي ، په دی هم نه دی توانیدلی چې افغانستان دنړیوال سیاست په ډګر کې منزوي او څنګته کړي. هر کله چې یو زبر ځواک په افغانستان کې له ماتې سره مخ شوی ، بل زبر ځواک رامیدان ته شوی او دافغانستان دنیولو هڅه یې کړې ده . داخود په دی مانا دی چې افغانستان د هیچ چا له ذهنه نه وځي. افغانستان داسی جیو اکونومیک او جیو ستراتیژیک موقعیت لري چي منځنی اسیا له سویلي اسیا ، منځنی ختیځ له مرکزی و سویلی اسیا سره نښلوي او داسیا او اروپا یوه مهمه ځمکنۍ دروازه ده . دسویلي او منځنی اسیا خامو موادو ته د اروپا اړتیا او دمنځنۍ اسیا تیلو او غازو ته د سویلی اسیا لیوالتیا ، دافغانستان اهمیت دواړو لورو ته لوړ ساتلی دی او لا لوړیږي .دغه راز د سویلي او منځنۍ اسیا زیرمو او منابعو ته د غربي هیوادونو لیواتیا او د دی په خوا کې په منځنی ختیځ او منځنی اسیا کې د غربي هیوادنو سیالي او تقابل ، هغه څه دي چې افغانستان د نړیوالو سیاستونو او سترتیژیو په محراق کې ساتلی دی.پورتینو اهمیتونو ته په کتو ، افغانستان داسی یو هیواد نه دی چې څوک یې په نړیوال سیاست کې د تجرید کولو او قرباني کولو توان ولري .له بله پلوه افغانستان کې داسی نظام واکمن نه دی چې دنیا سره د اړیکو او تعامل لیوالتیا ونلري . په تیر یونیم کال کې هیڅ داسی یو قدم نه دی پورته شوی چې د کوم هیواد مشروع ګټې او یا هم نړیوال اصول او معیارونه تر پښو لاندې کړي وی بلکې هڅه کړې ده او کوي یې چې خپلې اړیکې له ټولو هیوادونو سره د بی طرفۍ پربنسټ پراخې کړي .یونیم کال وړاندې کله چې امریکا او ناتو له افغانستانه ووتل او دچارو واک افغانانو ته په لاس ورغی ، دافغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ډیرې زیاتې اندیښنې موجودې وې او لویو ځواکونو سره دا ویره وه چې ګنی دافغانستان خاوره دنورو هیوادنو په وړاندی وکارول شي خو واقعیتونو دا ثابته کړه چې ا.ا.ا په ټول افغانستان کې د بشپړ امنیت د ساتلو توان لري حتې هغه تخریب کاره ډلې چې د نړۍ په څو مهمو هیوادونو کې د اډو جوړولو او خاورې لاندې کولو وړتیا درلود، ونه شو کړای چې په افغانستان کې یوه لویشت خاوره هم ځانته څانګړې کړي .هغه داعش چې په افغانستان کې دامریکې او ناتو د حضور پرمهال ، په ختیځ ، شمال او لویدیځو برخو کې مهمې سیمې اشغال کړې وي ، اوس هیڅ ډول حضور نلري او نشي کولی دیوې شیبې لپاره هم سر راپورته کړي .بله دا چې دافغانستان خاوره دیوې شیبې لپاره هم د بل هیواد پر وړاندې نه ده کارول شوې . پردی حقیقت باندې ټوله دنیا اعتراف کوي چې د افغانستان خاوره د دوحې له ژمنو سره سم د بل هیواد په مقابل کې نه ده استعمال شوې .دنیا نن پردی باندی هم اعترا ف کوي چې د داعش ډلې په ځپلو کې دافغانستان داوسني حکومت کړنه دستایلو ده .دنیا اعتراف کوي چې د اداري فساد کچه په افغانستان کې نظر و جمهوریت دورې ته ډیره راټیټه شوې ده.یادو اعترافونو او حقایقو ته په کتو ، که چیرې دنیا له افغانستان سره دسیاسي او متقابلو ګټو پربنا دپلوماتیکې اړیکې غواړي نو تر دی ښه موقع ورته نشته خو که چیرې د دوه مخیز چلند خبره مطرح وي ، نو هیڅ څوک نه شي کولی افغانستان د خپلو لوبو ډګر وګرځوي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button