افغانستانگزارش ها

دماشومانو سخت کار ګرم څوک دی؟

نن د جون ۱۲مه، د کارګرو ماشومانو د کار مخنیوي نړیواله ورځ ده.
ملګري ملتونه دغه ورځ (ټولنیز عدالت د ټولو لپاره؛ د ماشومانو کار پای ته ورسوئ) له شعار سره لمانځي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندق (یونيسف ) وايي، په افغانستان کې په هرو پنځو ماشومانو کې یو یې په کار بوخت دی.
یونسیف د ماشومانو دکار دلایل داسی په ګوته کوي چې : (ناخوندي کډوالي،‌ له کورنۍ بېلوالی،‌ په ناچاودو توکو کې ژوبلېدل او له ښوونځي‌ ووتل هغه ځینې لاملونه دي چې افغان ماشومانو یې کار ته اړ کړي دي.)
دغه سازمان ویلي، په تېرو څو کلونو کې د کورونا وبا، جګړو او کړکېچونو له امله د کارګرو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالي راغلی دی.
په افغانستان کې د ماشومانو کار داسې یوه پدیده ده چې څو لسیزې مخینه لري . افغانستان د پرله پسې جګړو ، نا امنیو او مداخلو په پایله کې په ملیونونو انساني تلفات ورکړي دي . تر دوو ملیونو زیاتې کونډې ښځې ، ۶ ملیونه بې پلاره ماشومان ، تر ۱ ملیون زیات معلول او معیوب انسانان او تر شپږو ملیونو زیات په نشه ای توکو روږدي خلک ، زمونږ د ټولنې یو واقعیت دی چې هیڅ څوک تری انکار نه شي کولی.

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button