افغانستانورزش

ناپيژاندو وسله والو په بلخ ولايت کې د ټاپي پروژې د کشف آمر وژلى

توانا خبري اژانس: دبغلان ولايت مرکز پلخمري ولسوالۍ امنيتي سرچينې وايي چې، ناپيژاندو وسله والو د بغلان ولایت په مربوطاتو کې د بلخ ولايت د ټاپي پروژې د کشف آمر وژلى دى.

د بلخ ولايت يوي امنىتي سرچينې نن د وري په شپږمه رسنيو ته وويل چي تيره شپه ناپيژاندو کسانو د دغه ولایت لپاره د ټاپي پروژې د کشف آمر، جاوید د مزارشريف _ بغلان پر لويه لار شهيد کړاى ده.

هغه وايي چي جاويد د مرکزى بغلان ولسوالۍ د قند فابریکې د سيمې اوسيدونکى وو.
سرچینه زیاتوي چې د پيښې په تړاو لا تراوسه څوک ندي نيول شوي، خو په اړه يي پلټنې روانې دي.

له بليخوا د بغلان ولایت د پولیسو ویاند مولوي شير احمد برهاني وايي چي په چشمهٔ شير سيمه کې يو جسد موندل شوى، خو په اړه يي نور معلومات نه لري.

د يادونې وړ ده چي څه موده وړاندې هم ناپيژاندو وسله والو لخوا د يوه خصوصي شرکت قراردادى وژلى و.

سهراب خان دولت زی

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button