افغانستانگزارش ها

د طبيعي پيښو له کبله په تيرو څو ورځو کې 85 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

توانا خبري اژانس وري 11، 1402، له طبیعي پېښو سره د دولت وزارت وايي، په تېرو لسو ورځو کې د هيواد په 22 ولايتونو کې، د طبيعي پيښو له کبله 13 کسان مړه او 72 تنه ټپيان شوي، او ددې ترڅنګ 1900 کورونه هم ويجاړ شوي دي.ددي وزارت وياند شفيع الله رحيمي وايي: په تيرو دوو ورځو کې د سيلابونو له امله چي په پنځو ولایتونو کې راوتلي، 114 کورونه بشپړ يا هم په نيمه ډول وران شوي.دده په وينا دغو سيلابونو نږدي 2700 جريبه کرنيزه ځمکه هم له منځه وړي ده.نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې، په تيرو لسو ورځو کې د سيلابونو له امله ټول ټال 24700 کرنيزي ځمکې له منځه تللي.هغه زياته کړه چې، د بيلا بيلو کورنیو او نړیوالو موسسو سره په همغږۍ، سيلاب ځپلو ته يي مرستې رسولي، او همداراز دوي د سيلابونو احتمالي خطرونو د مخنیوي په موخه يو طرحه جوړه کړې، چى ااا له مشرتابه سره يي شريکه کړي.نوموړي وايي چې، ددې طرحې په پلي کيدو سره به، تر ډيره حده د طبيعي پيښو مخ نيونه وشي.د يادونې وړ ده چې، ياد وزارت چارواکو د تير کال په کب مياشت کې ويلي و، چې د 1401 کال له پيله د هيواد په سطحه د طبيعي پيښو له کبله څه باندي 3200 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او 33000 کورونه په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي.سهراب خان دولت زیتوانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button