افغانستانگزارش ها

په کندز ولایت کې د 300 سوه زرو ډالرو په لګښت يو کرنيز کمپلکس جوړ شو.

د کندز ولایت د کرنې رياست چارواکي د ٣٠٠ زرو ډالرو په ارزښت د يو کرنيز کمپلکس له جوړېدو خبر ورکوي او وايي، په دغه ځاى کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

د کندز ولایت د کرنې، اوبولګوني او مالدارۍ رئیس مولوى امان الله حسن وايي: دغه کمپلکس د يوه سوداګر لخوا پر 25 جريبه ځمکه کې جوړ شوى، چې پکې بادرنګ، روميان، مرچ، هندواني، خټکي او نورې ميوي او سبزي کرل کېږي.

نوموړي زياتوي چي: دا زمونږ هيواد لپاره يوه لويه لاس ته راوړنه ده، له نورو سوداګرو نه غواړم چې په خپل هېواد کې پانګونه وکړي، ترڅو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.

همداراز د کمپلکس جوړونکى کشمیر خان وايي: حکومت بايد ورسره د سړو خونو او ژورو څاګانو د جوړولو په برخه کې مرسته وکړي.

په همدې حال کې کارګران هم خوښ دي چې په ياد کمپلکس کي ورته کار پيدا شوى.
راز محمد چې له لسو کلونو راهیسې بزګري کوي وايي چې، د ياد کمپلکس په جوړيدو سره له يوي خوا ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوي او له بلخوا د هيواد د کرنيزو محصولاتو په ځان بساينې کې مهم رول لوبوي.

د يادونې وړ ده چې په تيرو څو کلونو کې په کندز ولایت کې شاوخوا تر 200 شني خوني جوړي شوي دي.

سهراب خان دولت زى

توانا خبرې آژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button