افغانستانگزارش ها

ترڅو به چل ول باندی قدم راسره ږدی؟

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت یوځلې بیا دافغانستان حکومت له چارواکو غوښتنه کړې چې دهغوی په وینا د ترهګرو پر ضد ګامونه واخلي. خو دافغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الهه مجاهد وایی اجازه نه ورکوي دافغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي‌.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې ده چې دپاکستان دطالبانو تحریک دننه پاکستان کې ځینې ځایونه تر کنترول لاندې لري پاکستان دی هغوځایونو متوجه شي او خپل مسوولیت دی پر افغانستان نه اچوي.
په تیر یونیم کال کې چې په افغانستان کې اسلامي امارت واکمن شوی دی ، څو څو ځلې د پاکستان لوړ رتبه مقاماتو ، دی ته ورته څرګندونې کړي دي او بې له دی چې قانع کوونکی دلیل ولري ، افغانستان یې تورن کړی چې د پاکستان حکومت د مخالفو قوتونو مخنوی نه کوي.
په دی لنډه لیکنه کې پر څو ټکو باندی تم کیږو :
ــ دتورونو پورې کول ، دنړیوالو معیارونو پر ینا باندې باید څه ډول وی او کوم شرایط ولري ؟
ــ پاکستان ، د تورونو له پورې کولو څه غواړي ؟
ــ افغان حکومت باید څه ډول اقدامات تر لاس لاندې ونیسي ؟
تر هغه ځایه چې د تورونو پورې کولو مسله ده ، دملګرو ملتونو د منشور سره سم باید هر هغه هیواد چې ګومان او یا احساس کوی چې مشروع ګتې یې د یوبل هیواد له خوا چلنج کیږي ُ باید په مستند ډول اړند هیواد په جریان کې واچوي په دی مانا چې دخپلې ادعا لپاره مستند اسناد او مدارک وړاندی کړي حال داچی دپاکستان هیواد تر دی دمه نه دی توانیدلی داسی اسناد وړاندې کړي چې دافغانستان د حکومت مداخلې او یا هڅوني په اثبات ورسوي.
واقعیت هم دا دی چې افغانستان غوندی یو هیواد چې په دی برخه کې نړیوالې ژمنې لري ، نه شي کولی په داسی یو عمل لاس پوری کړی . له بله پلوه افغانستان داسی یو اقتصادي ناورین سره مخ دی چې په تیرو څو لسیزو کې ساری نلري . دنیا په دی باندې متفقه ده چې افغانستان کې تر شلو ملیونو ډیر کسان د لوږي سره لاس او ګریوان دي . داسی یو هیواد څنګه کولی شي په یوبل هیواد کې دجګړې لګښت ورکړي او یا داچې ځینې ډلې د جنګ لپاره چمتو او ولیږي ؟
داچې پاکستان ولی په پرله پسې توګه تورونه پورې کوي ، کیدای شي بیلابیلې انګیرنې موجودې وي خو لاندې ټکي مهمې او دپام وړ دي :
۱ـ لومړي احتمال دا دی چې پاکستان به دی توګه وغواړي دهغه هیواد د طالباتنو تحریک پر وړاندې په خپلې ناتوانۍ پرده واچوی او افغانستان پکې ښکیل وښیی.
۲ـ پاکستان غواړي په دی توګه افغانستان تر سیاسي فشارونو لاندې راولي تر څو خپلې ناروا غوښټنې ورباندې ومنی .
۳ـ پاکستان غواړي له افغانستانه د ناسم انځور په وړاندی کولو ، د نړۍ له خوا دافغانستان د رسمیټ پیژندنې مخه ونیسي تر څو افغانستان ځانته محتج وساتي .
۴ـ پاکستان غواړي د خپلو هغو منفي او نا روا کارونو لپاره یو توجیه پیدا کړي چې دافغانستان پر خلاف یې کوي .
خو اصلي مسله دا ده چې دافغانستان حکومت په موجوده حالاتو کې څه وکړي ؟

افغان حکومت باید دسیمې هیوادونو دیوې غوندې د جوړیدو وړاندیز وکړي تر څو د پاکستان دناسمو ادعاوو په اړه څیړنې وکړي او بیا هغه هیواد ته قناعت ورکړي چې له ناسمو ادعاوو او تبلیغاتو لاس واخلي .
د دی په خوا کې افغانستان کولی شي د اسلامي هیوادونو د کنفرانس د یوې فوق العاده غوندّې وړاندیز وکړي تر څو له پاکستان نه د ادعاوو په اړه ثبوتونه وغواړي
افغانستان دغه راز کولی شی ملګرو ملتونو ته شکایت وکړي او له هغې لارې پر پاکستان فشار واچوي تر څو له ناسمو او تشو ادعااو لاس واخلي او یا هم ثبوتونه وړاندی کړي .

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button