افغانستانگزارش ها

د کډوالو چارو وزارت: ايران کې ميشتو افغانانو ستونزې به ژرترژره حل شي.

ايران هيواد ته د اسلامي امارت تللي پلاوي په شيراز کي د افغان ميشتو کډوالو ستونزې واوريدي،او د حل کولو ژمنه يي وکړه.

توانا خبري اژانس، د کډوالو چارو وزارت پخپلو لمړنيو ليدنو کې، د افغان کډوالو له استازو سره ليدلي او په دغو ليدنو کي يي د هغوي بيړنۍ ستونزې حل کړي دي.

همداراز ياد پلاوي افغان کډوالو ته ډاډ ورکړى چې، ددوي ټولي ستونزې په نښه کړي، او دحل لپاره به يې سمدلاسه لاس په کار شي.

د يادونې وړ ده چې تللي پلاوي تيره ورځ د ايران سيستان او بلوچستان ښار ته د شته ستونزو د حل لپاره روان شو.

دا په داسې حال کې ده چې په تيرو څو کلونو په دغه هېواد کې افغان ميشتو کډوالو ستونزې له حده ډيري شوي دي، او ددې ستونزو د حل لپاره تير حکومت هيڅ کوم عملي ګام نه و پورته کړى.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button