افغانستانگزارش ها

په بلخ ولایت کې د بيلا بيلو جرمونو په تور د تير يوه کال راهيسې 1143 تنه نيول شوي

د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ چارواکي د بيلا بيلو جرمونو په تړاو د 1143 تنو د نيول کيدو خبر ورکوي.

توانا خبري اژانس د وري 12، 1402، د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد آصف وزیري په يوه خبري غونډه کې، رسنیو ته، پدې ولايت کې د امنيه قومندانۍ او جرمونو سره د مبارزې رياست له يو کلن فعاليت څخه په بشپړه توګه معلومات ورکړل.

ښاغلي وزیري وویل چې، په تېر 1401ل کې د 660 بيلابيلو جرمونو(قتل، غلا، انسان تښتونې، د نشه يي توکو قاچاق) په تور د 133 ښځو په ګډون، له يولس سوو نه زيات کسان يي نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي.

نوموړي زياته کړه چي، ددې ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې رياست سږکال بلخ ولايت کې 344 جريبه د کوکنارو کروندې له منځه وړي او د ولايت په کچه 9943 تنه معتادين راټول کړي، چي لدي شمېر تراوسه 9046 تنه يي بيرته روغ شوي دي.

همداراز د بلخ امنيه قومندانۍ وياند وايي چې د جنايي جرمونو سره د مبارزې رياست 14 تنه د تروریستي کړنو په تړاو نيولي او همدا شان 123 ميله سلاح کشف او ظبط کړي.

ښاغلي وزیري وویل چې، د بلخ ولايت د ترافیکۍ رياست
په تير يوه کال کې، د موټر چلونى جواز او جواز سير د ويشلو نه 143 ميلونه و 43 زرو و 941 افغانى مرکزي بانک ته سپارلي.

هغه زیاته کړه چې، د اطفايي رياست هم 153 د اور ليګدنى پيښو ته رسيدنه کړي، چې د 127 ميليونه افغانۍ په ارزښت، مالونه يي له سوځېدو نه ژغورلي.

د بلخ ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند محمد آصف وزیري وايي چې د يوه ډېره ښه لاس ته راوړنه د دوي لپاره د لا ښه امنیت د ټینګښت لپاره ده، هغه وویل چې د خلکو د امنیت ساتلو لپاره امنیتي ځواکونه شي او ورځې خپلو دندو ته ژمن دي، او اجازه نه ورکوي چې څوک عامه نظم ته کواښ پيښ کړي.

سهراب خان دولت زى
توانا خبري اژانس

مطالب مشابه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Back to top button